۱۳۹۷ د وري ۲۵
هرات: د افغانستان د خبریالانو مرکز په هرات کې خورشید تلویزیون ځایي څانګې او د افغانستان د ژورناليستانو ملي ټولنې دفتر ګډوډېدل او نا پېژانده کسانو له لوري یې د ځینو وسایلو غلا کېدل غندي او له ځایي ادارې غواړي چې دې پېښې ته جدي رسېدنه وکړي.
په هرات کې د افغانستان د خبریالانو مرکز استازی پدرام قاضي زاده وایي، چې دا پېښه د پنجشنبه په شپه ( دوه ورځې وړاندې) مخ شوې ده.
د هغه په وینا، ناپېژانده کسانو د هرات ښار په مخابراتو سړک کې د خورشید تلویزیون ولایتي دفتر او د افغانستان د ژورناليستانو ملي ټولنې ولایتي دفتر ته ننوتلي او دفتر یې ګډوډ کړي او دوه کامرو، یو له ټاپ او د امنيتي کامرو دستګاه ترڅنګ یې ځيني وسایل له ځانه سره وړي دي.
قاضي زاده وایي، چې ځيني نورو قيمتي توکي هم په دې دفتر کې شتون درلود خو غلا شوي نه دي او دا مسئله ځکه د اندېښنې وړ ده چې ممکن د دې کړنې موخه غلا نه وي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دا پېښه چې د هرات ولایت په خوندي سيمه کې پېښه شوې د اندېښنې وړ بولي او د ځایي اړوندو ارګانونو له لوري د پېښې جدي څېړنې غوښتنه کوي.
د خبریالانو او رسنیو ملاتړی دا بنسټ ورته مهال له امنيتي بنسټونو غواړي چې د رسنیو، رسنیزو دفترونو او کارکوونکو د ساتنې او امنيت لپاره جدي تدابیر ونیسي.

