هرات، پنج شنبه ۱۳۹۰ د غویي ۱۵مه
په هرات کې د مطبوعاتو نړیواله ورځ د يوې لويي علمي راټولېدنې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
یاده راټولېدنه کې، چې د « د افغانستان په رسنیز نظام کې د بیان ازادي او مطبوعاتي جرمونه» تر سرلیک لاندې د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي او ځوانو ژورنالستانو ټولنې له خوا جوړه شوې وه، ځيني ځایي چارواکو، خبریالانو او زده کړیالانو کډون کړی وو.
د دې راټولېدنې ویناوالو په افغانستان کې د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسي او مطبوعاتي جرمونو او د رسنیو د بنسټ اېښودنې د حقوقي نظامونو په تړاو خپلې مقالې وړاندې کړې.
د هرات پوهنتون رئیس مير غلام عثمان بارز حسیني په خپلو خبرو کې د رسنیو د وضعیت په اورولو کې د دې راټولېدنې څخه هرکلی وکړ او ټولنې د سیاسي او ټولنیز وضعیت په ښه کیدو کې یې د رسنیو ونډه مهمه وبلله.
د هرات پوهنتون د ژورنالیزم ښوونکي فیصل کریمي هم په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د رسنیو او مطبوعاتي جرمونو او د افغانستان په قانونونو کې مطبوعاتي جرایم تر بحث لاندې ونیول.
هغه د افغانستان په قانونونو کې د مطبوعاتي جرمونو څخه د ځینو خبریالانو بې خبري په هېواد کې د ازاد رسنیز فعالیت پر وړاندې لویه ننګونه وبلله او د مطبوعاتي سرغړونو پر وړاندې یې د جدي چلند غوښتنه وکړه.
د دې راټولېدنې په پای کې د خبریالانو، زده کړیالانو او د حقوق او ژورنالیزم پوهنځيو د ښوونکو ترمنځ ازاد بحث هم ترسره شو چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې په رسنیزو ستونزو او ننګونو بحث وشو.

