هرات، ۱۳۹۲ د کب ۱۲مه
په دې ورځو کې د هرات ولایت د څارنوالۍ مسؤولینو له خبریالانو سره ناسته کې د هغو کسانوپر وړاندې، چې په مستعارو نومونو پر خلکو تورونه پورې کوي، د غبرګون په تړاو خبرې وکړي. په دې قضایي څانګه کې چارواکي وایي، چې د ټاکنو په نږدې کېدو سره د یادو پاڼو شمېر په زیاتېدو دی او په دې تړاو یې ځيني شکایتونو هم ترلاسه کړي دي.
ملي امنیت، د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پوليس، استخبارات او جنایي پولیس د هغو ارګانونو په توګه په ګوته شوي، چې د یادې موضوع تعقیب پر غاړه لري.
د هرات ولایت څارنواله ماریا بشیر په دې تړاو وایي، چې که څه هم په افغانستان کې د انټرنټي جرمونو پر وړاندې کوم قانون شتون نه لري، خو د جزاء قانون د ۴۳۶، ۴۴۱، ۴۴۲ او ۴۴۳ مادو پر بنسټ هغوی کولای شي یاد کسان محکمې ته وسپاري.
په دې مادو کې اشاره شوې، چې که چرته کوم څوک په چا تهمت ولګوي او یا دروغ وایي او نه شي کولای ثابت یې کړي، له پنځو کلونو څخه کم بندي کېږي او یا هم له نقدي جريمې سره مخ کېږي.
د مېرمن بشیر په وینا له تېرو شپږو میاشتو راهیسې دوه تنه په دې تور ونیول شول، چې یو تن یې په دوه کاله بند محکوم شو.
د سختو چوکاټ بندیو پیل؟
دا چې د انټرنټي جرمونو لپاره کوم قانون شتون نه لري او قضایي ارګانونه د جزاء قانون پر بنسټ عمل کوي، ځينې اندېښنې له ځانه سره لري. ډېری په دې ټينګار کوي، چې دا برخه په بشپړه توګه بېله ده او دولت باید لومړی د دې برخې لپاره قانون چمتو کړي او د تورنو کسانو په محاکمه لاس پورې کړي.
ځینې هم په دې اندیښنه کې دي، چې له دې کار څخه د دولت موخه د بیان ازادي په چوکاټ کې اچول دي.
د ټولنیزو پاڼو ډېری کارکوونکي له اوسه په اندېښنه کې دي او د هغو پیغامونو له لارې چې په فیسبوک پاڼو کې یې خپروي دې پرېکړې ته غبرګون ښیي. ځيني کارکوونکو بیا دا «من در اوردي (له ځانه جوړ شوی)» قانون بللی او ویلي یې دي، کله چې چارواکي لاره ورکه کړي په ورته کړنو لاس پورې کوي.
مستعار نومونه
« تاسو ته بهتره معلومه ده، چې لومړی زه په فیسبوک بیخي عقیده نه لرم. د دې لپاره چې په فیسبوک کې هغه څه اورم، چې له منطق څخه خورا لرې دي.»
دا هغه ځواب و، چې د هرات والي سید فضل الله وحیدي د دې سوال، چې فیسبوک کې ګنګوسه ده، چې تاسو به له دې مقام څخه لرې کړل شئ، په ځواب کې ووایه.
فیسبوک په هرات کې له څو کلونو ډېر عمر نه لري؛ خو کارونه یې په دې ورځو کې تر پخوا ډېره شوې ده. تر دې چې کارکوونکي یې په څو څو ځله د یاد ولایت والي داوود شاه صبا او ښاروال سلیم تره کي ترمنځ د اختلاف رامنځته کولو ته د زمينې برابرولو په تور ونیول شول. همداراز ډیری خلک د ځينو شيانو څرګندولو او ویلو لپاره دې ته اړ کېږي، څو مستعار نومونه وټاکي، چې تل یې لیکنو د هرات ولایت د چارواکو غبرګون له ځانه سره درلودلی دی.
کېدایشي وشو کولای په جرئت سره ووایو، چې په هرات کې د ټولنیزو پاڼو په ځانګړي ډول فیسبوک کاروونکي، په هېواد کې له فعالترینو څخه دي.
بېلابېل مدني بنسټونه هم له همدې لارې خپل اعتراضونه او لاریونونه ترسره کوي، تېره اوونۍ یې د تر ټولو غوره بېلګې شاهدان وو، چې د ډاکترانو له لوري خبریالانو ته د سپکاوي له امله د خبریالانو اعتراضي پرلت بلنلیک لومړۍ په فیسبوک کې خپور شو او بیا ترسره شو.
په هرات کې د فیسبوک د کاروونکو له لوري دې ته ورته کړنې څو څو ځله ترسره شوي دي.
د فیسبوک اغیزمنتوب
د ډېریو په باور اوس یې وخت رارسېدلی څو په هېواد کې د ټولنیزو رسنیو د پرمختګ شاهدان و اوسو. له بلې خوا د دې رسنیو پرمختګ د دولتي بنسټونو اندېښې هم راپارولي دي، هغوی اوس په احتیاط خبرې کوي او هڅه کوي خپلې ډېری کړنې پټې ترسره کړي، ځکه چې هره لحظه ممکن هغوی یو څوک وویني او په فیسبوک کې نوی بحث راوپاروي.
د هرات پوهنتون د خبریالۍ پوهنځي ښوونکی فیصل کریمي وایي: همدا برخه، خپله له ټولنیزو رسنیو څخه د وېرې ښکارندویي کوي، هغه ټینګار وکړ، دولتيان له دې ویره لري، چې کړنې یې لومړی فیسبوک او بیا اصلي رسنیو ته را ونه کاږل شي او لانجه ورته جوړه نه شي.
د نوموړي په باور، په اوسني وخت کې رسنۍ د هېواد ټولیزې موضوع ګانې را اخلي، یواځې د همدې ټولنیزو رسنیو کاروونکي دي، چې کولای شي له دې لارې د خلکو په افشا کولو لاس پورې کړي.
دقیق هماغه وخت چې د هرات والي او ښاروال ترمنځ ستونزې ډېرې شوې، ځينو کسانو په بېلابېلو مستعارو نومونو په فیسبوک کې د والي او ښاروال ( ډېری وخت ښاروال) په تړاو ډېرې ناسمې لیکنې پیل کړې. په هغه وخت کې یاد مستعار نومونه او کومې خبرې یې چې لیکلې پاڼه په پاڼه او خوله په خوله ګرځېدلې، تر هغې چې ویل کېدل، د یادو پیغامونو ارزونه د مسؤولینو لومړیتوب ګرځیدلی، په داسې حال کې چې یادې چارې یادو مستعارو نومونو ته ارزښت ورکاوه.
په لومړیو کې یې یادو نومونو یواځې افشاګري کوله، د بېلګې په توګه د هرات د مسؤولینو پر کړنو او فعالیتونو د دوی له لوري نیوکې کېدلې او په دې برخه کې به یې ځيني سندونه هم خپرول، خو هېڅ کله ښکاره نشوه چې دا سندونه ريښتيني و، که نه!
د مستعارو نومونو په اړه ګمانونه ډېر وو، ځينو باور درلود، چې د دې فېسبوک مستعارو نومونو ترشا هغه کسان دي، چې په ادارو کې د لوړ پوړو چارواکو تر لاس لاندې کار کوي، خو د ځينو نورو په باور د یادو نومونو نقد او کار کومه پایله نه لري او له ارزښت څخه خالي دي.
ورو ورو په فیسبوک ټولنیزه پاڼه کې مستعار نومونه ډېر شول، هغه نومونه چې د ټاکنو پر مهال ورو ورو پرته له دې چې پېژندل شوي وي، جوړ شول. کله کله به یادو نومونو د جمهوري ریاست او ولایتي شورا نوماندانو د خصوصي حریم په تړاو لیکنې کولې، چې د یادو نوماندانو د پلویانو غبرګون به یې له ځانه سره درلود او هغه به یې تور او دروغ بللې.
د هرات والي په توګه د سید فضل الله وحیدي له راتګ سره سم، د هغه کړنې، د وینا څرنګوالی، چلند او حتی د لباس اغوستلو څرنګوالی د هراتي فیسبوک کاروونکو له لوري په طنز بدل شو. باید وویل شي، چې فیسبوک کاروونکو هم خپلې هڅې زیاتې کړې او د ښاغلي وحیدي پر وړاندې به یې فیسبوک کې لیکنې کولې.
دې ته د فېسبوک کاروونکو پر وړاندې د ښاغلي وحیدي د مقابلې پیل ویلای شو. د هرات والي هم څو څو ځله په خپلو خبرو کې یادو مستعارو کارکوونکو ته ( چې ځيني وختونه د ښځو له نومونو ګټه اخلي) غبرګون ښودلی، تر دې چې هغوی یې «بزدل» بللي او له هغوی یې غوښتي چې « د ښځينه نومونو ترشا پټ نه شي» او که کومه خبره لري مخامخ دی خپله هغه سره شریکه کړي.
د اصف جهاد لیکنه- افغانستان مونیتور

