۱۳۹۳ د وري ۲۳مه
هرات: د معراج راډیو خپرونې، چې په هرات ولایت کې په خصوصي پانګونه جوړه شوې ده، په ازمايښتي ډول پیل شوې.
د معراج راډېو د نشراتو مدير محمد علي رستمي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې یاده راډیو د اف ام په ۹۴.۱ څپه خپرونې لري او شاؤخوا ۹۰ کیلومتره ساحه تر پوښښ لاندې راولي.
هغه وویل، د معراج راډیو خپرونې پر هرات ښار سربېره په ګذره او انجیل ولسوالیو او د کرخ، پښتون زرغون، غوریان او کهسان ولسوالیو په ځينو برخو کې د لاسرسي وړ دي.
د رستمي په وینا، معراج راډیو د مېرمن سکينه یعقوبي په پانګونه جوړه شوې او مدیریت یې د هرات پوهنتون د روژنالیزم پوهنځي با تجربې ښوونکې سهیلا عرفاني په غاړه دی.
د معراج راډیو د نشراتو مدير زیاته کړه، چې د دې راډیو خپرونې د سهار په اووه بجو پیل او د شپې تر اتو بجو دوام کوي او ډېری تمرکز یې پر معارف، روغتیا او د ښځو اړوند مسائلو دی.
هرات ولایت په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د انځوریزو، غږيزو، چاپي او الکترونيکي رسنیو د شمېر د زياتوالي شاهد وو.
اوس مهال په هرات ولایت کې پر دولتي راډیو او تلویزیون سربېره ۱۳ خصوصي تلویزیوني شبکې، ۱۷ راډیویي شبکې، یوه ورځ پاڼه او څه باندې ۳۰ چاپي نشریې او څو خبري ويب پاڼې فعالې دي.

