۱۳۹۴ د لړم ۱۷مه
هرات: د لومړي ځل لپاره د هرات او غور ولايتونو خبریالانو د وېډیویي خبرو اترو له لارې په یادو ولایتونو کې شته رسنیزې ستونزې و ارزولې.
یاده ناسته کې، چې په هرات ښار کې د نی دفتر په همغږۍ جوړه شوې وه، کډون والو یووالی او له یو بل سره نږدې همکاري د خبریالانو د کاري ستونزو سره په مقابله کې تر ټولو مهم ټکی وباله او د لا ټینګښت غوښتنه یې وکړه.
په هرات کې د افغانستان د خبریالانو مرکز استازی پدرام قاضي زاده وایي، چې غوري خبریالانو وویل، چې د زورواکو، وسله والو مخالفانو او ځيني دولتي چارواکو له لوري ګواښل کېږي او تر فشار لاندې دي.
د هغه په وینا په رسنیو کې د امکاناتو او کاري اسانتياوو کمښت، د خبریالانو کاري وضعيت په ځانګړي ډول معاش ته بې پامي او ښوونیزو برنامو په لاره اچولو ته بې پامي له هغو نورو ننګونو څخه دي چې غوري خبریالان ورسره مخ دي.
غور د هېواد له لرې پرتو او غرنیزو ولایتونو څخه دی، چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د نورو ګاونډیو ولایتونو په پرتله له کمو دولتي او غیر دولتي خدمتونو څخه برخمن شوی دی.
اوس مهال په یاد ولایت کې پر دولتي راډیو او تلویزیون سربېره یوه خصوصي راډیو او ۱۰ خصوصي نشریې فعالیت لري.
هرات په وروستیو کلونو کې د رسنیو د تعداد له اړخه ښه وده کړې او اوس مهال په یاد ولایت کې ۱۵ راډيوګانې، ۸ تلویزیونونه او ۳۰ چاپي نشریې فعالیت لري.
د هرات ولایت خبریالان هم امنیتي ګواښونه، په رسنیزو چارو کې د زورواکو لاسوهنه، د اطلاعاتو په ورکړه کې له خبریالانو سره د خبري سرچینو تبعیض او په ټوله کې اطلاعاتو ته په لاسرسي کې له محدودیت څخه له هغو ستونزو او لویو ننګونو په توګه یادونه کوي، چې ورسره مخ دي.

