په ۱۳۹۴ کې د هرات غوره رسنۍ او رسنیز کسان وپېژندل شول

۱۳۹۴ د کب ۲۹مه

هرات: په ۱۳۹۴ کې د هرات غوره رسنۍ او رسنیز کسان د خبریال ملي ورځې (د کب ۲۷مې) په مناسبت جوړو شویو ځانګړو مراسمو کې وپېژندل شول. د ۱۳۹۴ کال د غوره رسنیو او غوره رسنیزو کسانو په جشنواره کې چې د افغانستان د رسنیزو څېړنو او مطالعاتو انستیتیوت له خوا جوړه شوې وه، ۷۰ سیمه‌ییزو رسنیو او خبریالانو په یوولس برخو کې ځانونه نوماند کړي وو او غوره کسان یې د جشنوارې د غوراوي ځانګړي پلاوي له لوري وټاکل شول.

یادو غوره شویو نن په هرات کې د سيمه‌ییزو چارواکو، د رسنیو مدیرانو او خبریالانو په شتون کې جایزې او د جشنوارې ځانګړی نښان ترلاسه کړ.

د افغانستان د رسنیزو څېړنو او مطالعاتو انستیتیوت رئیس وایي، چې د یادې جشنوارې څخه یې موخه د هرات د غوره رسنیزو څېرو پېژندل، د رسنیزې ټولنې ملاتړ، د خبریالانو ترمنځ د سالم رقابت رامنځته کول او په سیمه‌ییزه کچه د خبریالۍ کار او رسنیزې محتوا د کيفي کچې لوړول دي.

۱- په هرات کې د اریانا خبریال، محسن کریمي د کال غوره خبریال

د کال غوره خبریال ته د عاطفي ټولنې له لوري د جشنوارې ځانګړی نښان، په کهکشان شرق پوهنتون کې څلور کلنه وړیا تحصیلي بورسيه، په غالب پوهنتون کې له ۵۰ سلنې تخفیف سره بورسیه او یو سیت چیني لوښي ورکړل شول.

۲- له ترقي تلویزیون څخه غزل یحیی زاده، د کال غوره ویاند

د کال غوره ویاند لپاره د جشنوارې ځانګړی نښان، په کهکشان شرق پوهنتون کې له ۶۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسيه، په غالب پوهنتون کې بورسیه او یو سیت چیني لوښي ورکړل شول.

۳- د هشت صبح خبریال وحید پیمان، په ټولنیزو صفحاتو کې غوره فعال خبریال

په ټولنیزو صفحاتو کې غوره فعال خبریال ته د جشنوارې ځانګړی نښان، د افغان هاست شرکت له لوري د یوې ویب پاڼې ځانګړي وړيا خدمتونه، په کهکشان شرق پوهنتون کې له ۶۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسيه، په غالب پوهنتون کې له ۵۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسیه او یو سيټ چيني لوښي ورکړل شول.

۴- له عصر تلویزیون څخه پیمان توانګر، د کال غوره فیلم اخیستونکی

غوره فیلم اخیستونکي ته د جشنوارې ځانګړی نښان، په کهکشان شرق پوهنتون کې له ۶۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسيه، په غالب پوهنتون کې له ۵۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسیه او یو سيټ چيني لوښي ورکړل شول.

۵- د مردم راډیو خبریال محمد علي جاوید، د تحلیلي خپرونو غوره ویاند

د تحليلي خپرونو غوره ویاند ته د جشنوارې ځانګړی نښان، په کهکشان شرق پوهنتون کې له ۶۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسيه، په غالب پوهنتون کې له ۵۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسیه او یو سيټ چيني لوښي ورکړل شول.

۶- د عصر تلویزیون راپور ورکوونکی فیروز مشعوف، د کال غوره ورزشي خبریال

د کال غوره ورزشي خبریال ته د جشنوارې ځانګړی نښان، په کهکشان شرق پوهنتون کې له ۶۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسيه، په غالب پوهنتون کې له ۵۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسیه او یو سيټ چيني لوښي ورکړل شول.

۷- د هرات اریانا تلویزیون خبریال، د کال غوره تلویزیوني خبري ټولګه

د کال غوره تلویزیوني خبري ټولګې ته د جشنوارې ځانګړی نښان، په کهکشان شرق پوهنتون کې له ۶۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسيه، په غالب پوهنتون کې له ۵۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسیه او یو سيټ چيني لوښي ورکړل شول.

۸- د مژده راډیو خبرونه، د کال غوره راډیويي خبري ټولګه

د کال غوره راډیويي خبري ټولګې ته د جشنوارې ځانګړی نښان، په کهکشان شرق پوهنتون کې له ۶۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسيه، په غالب پوهنتون کې له ۵۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسیه او یو سيټ چيني لوښي ورکړل شول.

۹- سهیلا صبري، د کال غوره وبلاګ لیکونکې 

د کال غوره وبلاګ لیکونکې ته د جشنوارې ځانګړی نښان، د افغان هاست شرکت له لوري د یوې ویب پاڼې ځانګړي وړيا خدمتونه، په کهکشان شرق پوهنتون کې له ۶۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسيه، په غالب پوهنتون کې له ۵۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسیه او یو سيټ چيني لوښي ورکړل شول.

۱۰- د فرانس پرنس خبریال عارف کريمي، د کال غوره انځور اخیستونکی

د کال غوره انځور اخیستونکي ته د جشنوارې ځانګړی نښان، یو عراده شهاب موټرسایکل، په کهکشان شرق پوهنتون کې له ۶۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسيه، په غالب پوهنتون کې له ۵۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسیه او یو سيټ چيني لوښي ورکړل شول.

۱۱- دوربین مجله، د کال غوره چاپي رسنۍ

د کال غوره چاپي رسنۍ ته د جشنوارې ځانګړی نښان، په کهکشان شرق پوهنتون کې له ۶۰ ساتنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسيه، په غالب پوهنتون کې له ۵۰ سلنې تخفیف سره څلور کلنه تحصیلي بورسیه او یو سيټ چيني لوښي ورکړل شول.

په دې جشنواره کې د هرات ۷۰ ځایي رسنیو او خبریالانو خپل ځانونه په یوولس برخو کې نوماند کړي وو، چې د غوراوي پلاوي له ارزونو وروسته تر ټولو غوره په ګوته شول‌.

کهکشان شرق پوهنتون، غالب پوهنتون، د شهاب موټرسايکل شرکت، پامیر کولای شرکت، افغان هاست شرکت، عاطفي ټولنه او چشتي د اوسپنیزو لیکدړو او مهر جوړونې شرکت د یادې جشنوارې مالي ملاتړ کوونکي وو.

دا په هرات کې د غوره رسنیزو او رسنیزو کسانو جشنواره ده، چې د افغانستان د رسنیزو څېړنو او مطالعاتو انستیتیوت له خوا ترسره کېږي.