د هشت صبح خبریال وهل ټکول او لنډ مهاله بندي کول غندو

د هشت صبح خبریال وهل ټکول او لنډ مهاله بندي کول غندو

۱۳۹۳ د وري ۳۰مه

کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز د کابل د ترافیک پولیسو له لوري د هشت صبح ورځپاڼې څېړنیز خبریال اکبر رستمي وهل ټکول په کلکو ټکو غندي او له کورنیو چارو وزارت څخه غواړي، چې یادې موضوع ته په جدي ډول رسېدنه وکړي.

اکبر رستمي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د شنبې ورځ په سهار ۹ بجې د ترافیکو په ریاست کې د اداري او مالي فساد په تړاو د یو څېړنیز راپور چمتو کولو لپاره یادې ادارې ته تللی و، چې وهل ټکول شوی دی او د لنډې مودې لپاره بندي شوی هم دی.

هغه ویلي، چې په پام کې یې درلوده څو د خپل راپور لا مستندولو لپاره له څو کمیشن کارانو سره هم خبرې وکړي.

د رستمي د څرګندونو پر بنسټ، ځينې کسان چې غوښتل یې د موټر چلونې جواز تراوسه کړي په کتار کې ولاړ وو، خو ځيني نور چې کمیشن کارانو یې ملتیا کوله له نوبت پرته د ترافیکو څانګې ته ورتلل.

یاد څېړنیز خبریال زیاته کړې، چې د مستند جوړونې او مراجعینو او کمیشن کارانو سره د مرکې لپاره دوه ساعته په تمه شو او مراجعینو په خپلو مرکو کې پر یاد وضعیت نیوکې وکړې، خو یوه پولیس له هغه سره ناسم چلند وکړ او ښکنځل یې ورته وکړه.

د رستمي په وینا، وروسته یاد ترافیک او يادې ادارې یو افسر نوموړي وهلی ټکولی دی او حتا د غږ ضبطولو وسیله ( Recorder) او موبایل یې په ځمکه ویشتلی او وروسته یې لاسونه ور تړلي او د څېړنو او ارزونې لپاره یې د کابل د ترافیکو د مدیریت یوې څانګې ته لېږدولی دی.

د کابل د ترافیک پولیسو چارواکو د یادې پېښې په تړاو یې خبري ښودلې. د یاد ښار د ترافیکو مدیر اسد الله بي بي سي ته ویلي، چې له یاد خبریال سره تاوتريخوالی نه دی ترسره شوی.

رستمي په داسې حال کې د خبریالۍ کار پر مهال د ترافیک پولیسو له لوري وهل ټکول کېږي او حتی یو ساعت بندي کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزیر د ټاکنو په ښه پوښښ کې د خبریالانو کړنې وستایلې او ځينو ته یې ستاینلیکونه ورکړل.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادې پېښې په غندلو سره د کورنیو چارو له وزیر محمد عمر داودزي څخه غواړي، چې په جدي ډول یادې پېښې ته رسېدنه وکړي او د خبریالانو ټولنې ته دې ډاډ ورکړي، چې د هغو پولیسو د قانون منګولو ته سپارلو کې جدي دی چې د قانون خلاف کړنې یې ترسره کړي دي.

یادې قضیې ته په رونټیا رسېدنه به د کورنیو چارو وزیر له لوري د خبریالانو ازاد فعالیت ته د درناوي او د هغوی د کاري روحیې پیاوړي کولو په برخه کې ښکاره نښه وي.