هرات، ۱۳۹۲ د وري ۲۶مه
د افغانستان د خبریالانو مرکز په هرات کې د «آسیا» خصوصي تلویزیون مسؤول مدیر نذیر احمد رها وهل ټکول غندي او د هرات له سیمهیيزی ادارې غواړي، څو د یادې قضیې د څېړلو ترڅنګ د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
د آسیا تلویزیون د خپرونو مدير فرزاد رحيمي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې یاده پېښه د جمعې په شپه د وري په ۲۳مه د هرات ښار میرویس صادق په ۲۹ سړک کې رامنځته شوې ده، خو تر دې دمه د بریدګرو هويت او د برید انګیزه نه ده روښانه شوې.
هغه وویل:« د نذیر احمد رها د معلوماتو له مخې څلورو کسانو چې مخونه یې پټ کړي وو هغه د کور پر لاره سخت وهلی او ټکولی دی، خو د یو شخصي موټر له را نږدې کېدو سره سم، له دې وېرې چې ونه پېژندل شوي شي له سیمې وتښتېدل.»
رحیمي زیاته کړه، چې رها په دې پېښه کې سخت وهل ټکول شوی، خو په ټوله کې یې روغتیایي وضعیت ښه دی.
تر دې دمه د هرات پولیسو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د هغه په وینا، په تېره یوه اوونۍ کې د هرات د پوهنې پر وضعیت درې بېلابېلې برنامې جوړې شوې، چې په یوه برنامه کې ځيني میلمنو د پوهنې رئیس بشیر احمد آروین طاهري پر وړاندې خبرې وکړې او هغه یې په فساد تورن کړ.
رحیمي زیاته کړه، چې آسیا تلویزیون هڅه وکړه څو د پوهنې رئیس دې خپرونو ته راوبولي، خو هغوی ته وویل شول، چې رئیس چمتو نه دی څو د هغوی بلنه ومني.
د دې خپرونو له خپرېدو وروسته د هرات ښار ګڼ شمېر ښوونکو په ولایتي شورا کې راټول شول او اعلان یې وکړ، چې په دې خپرونو کې ښوونکو ته سپکاوی شوی دی.
اعتراض کوونکو په یوه پرېکړه لیک کې د « حیثیت د اعادې» غوښتونکي شول او دې قضیې ته د رسېدنې لپاره یې درې ورځنی ضرب الاجل وټاکه.
د هرات د پوهنې ریاست ویاند معین صبور وویل، چې یاده اداره له آسیا تلویزیون څخه د یادو خپرونو د خپرولو او د توازن د نه ساتلو له امله شکایت کوي.
هغه وویل:« آسیا تلویزیون مکلف و، د پوهنې رئیس په نشتون کې د پوهنې ریاست یو بل مسؤول ته بلنه ورکړي، تو له ځانه دفاع وکړي، خو هغوی دا کار ونکړ او خپرونه یې یو اړخیزه وه.»
سره له دې صبور وویل، د پوهنې اداره د آسیا تلویزیون د مسؤول مدیر وهل ټکول د قانون او انساني حرمت خلاف حرکت بولي او غندي یې او دې پېښې ته د رسېدنې غوښتونکې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز یو ځل بیا د آسیا تلویزیون د مسؤول مدیر وهل ټکول غندي او یادې قضیې ته د هرات د پولیسو له لوري د رسېدنې غوښتونکی دی او همداراز د پوهنې له ادارې او معترضو ښوونکو څخه غواړي څو له آسیا تلویزیون څخه هر ډول شکایت له قانوني لارې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدنې کمیسیون دی، تعقیب کړي.

