۱۳۹۳ د وږي ۲۴مه
هرات: په هرات کې د مردم غیر دولتي راډیو مسؤولین وایي، چې د یادې راډیو پر ودانۍ د لاسي بمب برید ترسره شوی دی.
د مردم راډیو مسؤول مدیر فیصل کریمي وویل، چې یاد بمب تېره شپه شاؤخوا ۹ بجې د راډیو ودانۍ ته غورځول شوی او چاودنه یې کړې، خو هېڅ ډول مالي او ځاني تلفات یې له ځانه سره نه درلودل.
د هغه په وینا، د چاودنې غږ دومره لوړ و، چې د یادې سیمې تر لسګونو مترو پورې اوریدل شوی دی. کريمي د یادې چاودنې پر ترسره کېدو د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل، چې امنيتي ځواکونو له برید څخه څو شیبې وروسته د یادې پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته راغلل او سیمه یې وڅېړله، خو تر دې دمه یې د خپلو څېړنو د پایلو او لاملونو د پېژندلو په تړاو څه نه دي ویلي.
د مردم راډیو مسؤول مدیر د هرات ولایت له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې یاده پېښه په جدي ډول وڅېړې، څو اصلي لامل یې په ګوته او ترسره کوونکي یې وپېژندل شي.
فیصل کریمي روښانه کړه، چې د مردم راډیو خپرونې په عادي توګه دوام لري او ټول کارکوونکي خپل کار ته حاضر شوي دي.
د هرات امنیه قومندان عبدالباقي بهسودي ژمنه وکړه، چې دا پېښه په جدي ډول تعقیب کړي.
مردم غیر دولتي راډیو درې کاله وړاندې په هرات ښار کې جوړه شوه. یاده راډیو په دې موده کې له ښه پرمختګ څخه برخمنه وه او اوس مهال د یاد ولایت له فعالو او غوره رسنیو څخه شمېرل کېږي.

