د آمو تلویزیون له امریکا څخه د افغانستان لپاره په دري او پښتو ژبو خپل سپوږمکیزې خپرونې پیل کړې

تلویزیون آمو نشرات ماهواره‌ای خود را به زبان‌های فارسی و پشتو از آمریکا برای مخاطبان در افغانستان آغاز کرد

۱۴۰۲ د غویي ۱۳

ویرجینیا، امریکا – آمو تلویزیون له ویرجینیا ایالت څخه په افغانستان کې د لیدونکو لپاره په پښتو او دري ژبو خپلې سپوږمکېزې خپرونې پیل کړي دي.

د بي بي سي د راپور له مخې، دا تلویزیون د طلوع نیوز پخواني رئیس لطف‌الله نجفي‌زاده او په کابل کې د ازادۍ راډیو پخواني رئیس سمیع مهدی له خوا جوړ شوی دی.

سمیع مهدی ویلي، د دې تلویزیون د جوړېدو مالي ملاتړ د څو امریکايي غیردولتي ادارو له خوا شوی، چې پکې د «د دموکراسۍ لپاره د ملي موقوفې بنسټ (NED)» او ځینې اروپايي غیردولتي موسسې شاملې دي.

د دې تلویزیون بنسټ‌ايښودونکو بي بي سي ته ویلي، چې دا تلویزیون هره ورځ شپږ ساعته نوې خپرونې لري، چې پکې د ماښام له شپږو څخه تر دولسو بجو پورې په دري او پښتو ژبو دوه خبري خپرونې هم شاملې دي.

د دوی په وینا، له خبرونو سربېره سیاسي او تفریحي خپرونې، ژباړل شوي سریالونه او موسیقي د دې تلویزیون پاتې منځپانګه جوړوي.