کابل، جمعه، ۱۳۸۹ د سلواغې ۲۹مه
د سلواغې په ۲۵مه نېټه د تهران د ولسي لاریونونو سره هم مهاله، د ایران حکومت د رسنیو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې فشارونه زیات کړي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې چې مرکز یې په پاریس کې دی، د ایران حکومت په تازه اقدام کې د بیبیسي او امریکا غږ په ګډون د تلوېزیوني چینلونو پر څپو پرازيت خپاره کړي او پر انټرنېټي وېبپاڼو بریدونه هم زیات شوي دي.
بې پولې خبريالان وايي، سربېره پر دې د بهرنيو رسنيو د کار مخنیوی او د رسنیزو فعالانو نیونې هم مخ پر ډېرېدو دي.
د سلواغې په ۲۶مه، د امنیتي ځواکونو یو شمېر غړو په ملکي لباس کې، د «اعتماد ملي» ورځپاڼې اجرائیه مدیر حسین کروبي کور ته ننوتي، د کور دروازه یې ماته کړې او د ښاغلي کروبي له نهشتوالي سره سره یې د کورنۍ له غړو سره تاوتریخوالي کړی او کور یې نیولی دی.
بې پولې خبریالان همداراز زیاتوي چې په دې موده کې د دولت د مخالفو ویب پاڼو لکه جرس، کلمه، بالاترین او ګویا نیوز انټرنېټي وېبپاڼې له شدیدو سایبري بریدونو سره مخ شوې دي.
د رادیو فردا (د ازادې اروپا راډیو) پیغامګیر، چې د دې راډیو د اورېدونکو د نظریاتو د خپرېدو لپاره جوړ شوی، په پرلپسې ډول له اختلال سره مخامخ شوی دی.
د سلواغې په ۲۷مه، د «فرارو» خبري وېبپاڼې مدیر محمد حسین خوشوقت او د «آفتاب نیوز» سایټ مدیر غلام علي دهقان د ایران د اطلاعاتو وزارت (استخباراتو) له خوا ونیول شول.
یاده ویب پاڼه او د سحام نیوز وېبپاڼه، مهدي کروبي پورې چې د ایران د اعتراضي غورځنګ د مشرانو له ډلې څخه دی، تعلق لري.
د ښاغلي خوشوقت او دهقان د نیولو علت د داسې خبر خپرول ښودل شوی، چې پکې ویل شوي وو: د ایران د کورنیو چارو وزارت د ترکیې د ولسمشر عبدالله ګل په غوښتنه د سلواغې د ۲۵مې لاریون ته اجازه ورکړې ده.
خو د ایران حکومت هغه لاریونونه لپاره چې پکې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي، د هر ډول اجازې ورکول رد کړي وو.

