د مشال راډیو خبریاله حسیبه شهید مړه شوه

د مشال راډیو خبریاله حسیبه شهید مړه شوه

غویی ۳۰, ۱۳۹۱

د مشال راډیو وتلې افغان خبریاله او ویانده حسینیه شهید، چې تېرې اونۍ په چک جمهوریت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوې وه، د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

د «تاند» خبري ویب‌پاڼې د راپور له مخې، دغه خبریاله د تیرې اونۍ د چارشنبې په ورځ د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوې وه او له هغې شېبې راهیسې د ژورو ټپونو له امله په بستر بې هوښه پرته وه. ویل کېږي مېرمن شهید په خپله موټر ته ناسته وه چې له باروړونکي موټر سره یې ټکر کړی و.

همدا راز، حسیبه شهید شاؤخوا پنځه کاله وړاندې هم د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لار په یوې ترافیکي پېښه کې ټپي شوې وه، په یاده پېښه کې د‌ هغې دوه نږدې خپلوانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

حسیبه شهید له تېرو اته کلونو راهیسې له « ازادي راډیو» سره خبریاله وه. دوه کاله مخکې پراګ ته لاړه او هلته یې خپله نوې دنده له مشال راډیو سره، چې په پښتو ژبه پاکستان ته خپرونې کوي، پیل کړه.