کابل، پنجشنبه، ۱۳۸۹ د وږي ۲۵
د سعودي عربستان د العربیه ټلویزیوني شبکې نومیالي مدیر عبدالرحمن راشد، له شپږو کلونو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه.
تر دې دمه د ښاغلي راشد د استعفا رسمي علت نه دی اعلان شوی، خو عربي رسنیو د هغه استعفا لامل د سخت دریځه اسلامپاله ډلو له لوري د فشارونو زیاتېدل او د عبدالرحمن راشد او د سعودي حکومت د سیاستونو ترمنځ فکري اختلافات بللي دي.
همدارنګه ویل شوي چې د رمضان میاشتې په ۲۳ مه نېټه پهیو خپور شوی ګردی ميز، چې پکې یو ګډونوال وهابیت د اسلامي تاوتریخوالي او بنیادګرۍ لامل او سعودي عربستان د دې مذهب د خپرولو مسؤول بللی و، د ښاغلي راشد له وخت څخه مخکې استعفا لامل دی.
۵۴ کلن عبدالرحمن راشد د امریکا له یوه پوهنتون څخه د سینما د کارگردانۍ له څانګې فارغ شوی او په سعودي الجزیره ورځپاڼې، د المجله مجلې او الشرق الاوسط ورځپاڼې مسؤول پاتې شوی دی.
نوموړی د ایران له سختو نیوکه کوونکو څخه و، له همدې امله د العربیه شبکې پر کړنو د امریکا ضد او اسلام پاله ډلو له لوري تل نیوکې کېدې.
عبدالرحمن راشد اوس مهال د یوې رسنیزې مؤسسې مالک دی چې د العربیه شبکې لپاره مستند فلمونه تولیدوي.
د العربیه ټلویزیوني شبکه په ۱۳۸۲ هجري کال کې د سعودي فقید پاچا ملک فهد د اوښي، شیخ ولید ابراهیم لخوا جوړه شوه او شاؤخوا ۹ میاشتې وروسته د شبکې مدیریت عبدالرحمن راشد ته وسپارل شو.

