کابل، ۱۳۸۹ د چنګاښ ۲۵
د ۱۳۸۹ هـ ش کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د څلورو خبریالانو او رسنیزو فعالانو وژل کېدل، په پاکستان کې ورځ تر بلې د پېچلو شرایطو او د خطراتو د ډېرېدو ښکارندویي کوي.
د غویي میاشتې په پیل کې، د سماء تلویزیون خبریال عظمت علي بنګاش، د اروکزی په سیمه کې کډوالو سره د مرستو د وېش څخه د انځورونو اخیستلو پر مهال د ځانمرګي برید له امله او د همدې تلویزیون بل خبریال ملک عارف هم د کوټې په یوه روغتون کې د ځانمرګي برید له امله ووژل شول.
له یادې پېښې شل ورځې وروسته، د « سند ورځپاڼې» خبریال غلام رسول مړی، چې مخکې د سختدریځو له لوري ګواښل شوی و، په پنډهۍ کې وموندل شو او همداراز د «سِټي ۴۲» کیبلي شبکې رسنیز فعال اعجازالحق د غبرګولي میاشت د راپور ورکولو پر مهال د سختدریځو په یوه برید کې په لاهور ښار کې ووژل شو.
له ۱۳۷۷ هـ ش کال څخه د ۱۳۸۹ کال تر غبرګولي میاشتې پورې، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ۳۹ خبریالان او رسنیز فعالان وژل شوي دي.
په وروستیو کلونو کې د پاکستان د کورنیو شخړو او ناامنیو له پراخېدو سره سم په دې هېواد کې خبریالانو ته کاري شرایط لا سخت شوي دي. تازه، د پاکستان حکومت د څوم ځل لپاره د بندیزونو په لګولو سره له رسنیو غوښتي، چې د مذهبي سختدریځو د بریدونو خبري پوښښ ونه کړي.

