کابل، جمعه ۱۳۹۲ د وري ۱۶مه
د ګیتي خبري اژانس خبریال مجید سعیدي، د بدن جوړونې او په افغانستان کې ورځني ژوند په تړاو د دوو انځوریزو ټولګو پرمټ د چین د خبری انځورونو نړیواله جشنواره کې د سرو زرو جایزه او د ستاینې وړ عنوان ترلاسه کړ.
سږ کال شاؤخوا ۳۰۰۰ عکاسانو څه باندې ۳۰ زره انځورونه له بېلابېلو هېوادونو څخه جشنوارې ته استولي وو، چې د غوراوي ۱۳ کسیزه پلاوي په اتو موضوعاتو کې ۷۵ جایزې او د ستاینې وړ عنوانونه د ۲۳ هېوادونو عکاسانو ته یې په دوو برخو یو انځور او یاهم د انځورونو ټولګو کې ورکړل.
د چین د خبری انځورونو نړیواله جشنواره (CHIPP) کې د مجید سعیدي د «په افغانستان کې بدن جوړونه» په نوم د انځورونو ټولګه د ورزشي انځورونو په برخه کې د انځوریزو ټولکو لومړۍ جایزې یا د سرو زرو مډال ګټونکې اعلان شوه، په دې لړۍ کې سعیدي د هغو افغان ځوانانو تصویر وړاندې کړی چې ډېری د هالیووډ فلمونو له اتلانو څخه تر اغېز لاندې یی بدن جوړونې ته مخه کړې ده.
همداراز، د هغه «په جنګ کې ژوند» دوهمه انځوریزه ټولګه چې د ورځني ژوند د موضوع په تړاو برخه کې د غوراوي پلاوي له لوري د ستاینې وړ عنوان وګټه، دا ټولګه ۱۲ انځورونه لري او له دې وړاندې یې د «World Press Photo» نړیواله معتبره د جایزه هم ګټلې وه.
مجید سعیدي، چې د ایران مشهور عکاس دی، له څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي. نوموړی له دې وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم په افغانستان کې کار کړی او تر دې دمه یې ګڼې نړیوالې جایزې ګټلې دي.
سربېره پر دې یو بل افغان خبري عکاس قیس عصیان د هغه انځور له امله د جنسي تېري قرباني شوې نجلۍ څخه اخيستل شوی، د سرو زرو جایزه وګټله.
په دې عکس کې د یادې پنځه کلنې ماشومې مور او نور اولادونه لیدل کېږي چې د خپلې قرباني شوي لور څنګ ته ناست دي.
قیس عصیان د تېر کال په سلواغې میاشت کې د ۲۵ کلونو په عمر «د زړه ناروغۍ» له امله په مزارشریف ښار کې وفات شو، هغه له دوو کلونو څخه زیات په مزار شریف کې د فرانسې خبري اژانس (AFP) عکاس وو.

