د ښځو د رسنیو نړیوال بنسټ له ټولو رسنیزو سازمانونو غوښتي چې زړورې ښځینه خبریالانې دې دې بنسټ ته معرفي کړي.
د نوماندانو معرفي کولو وروستۍ نېټه د ۲۰۱۱ کال د مارچ ۴مه ده.
یاد بنسټ هر کال د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې په واشنګټن کې له هغو ښځینه خبریالانو څخه چې په خپلو مسلکي فعالیتونو کې یې بې ساری زړورتیا ښودلې وي، ستاینه کوي.
دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د سختو شرایطو، سیاسي فشارونو او د مرګ د ګواښونو سره ـ سره د بشري حقونو د دفاع او د فساد پر ضد مبارزې ته دوام ورکړی وي.
د ښځو د رسنیو نړیوال بنسټ هر کال د «د عمر لاسته راوړنې» کلنۍ جایزه هم ورکوي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

