د بې وزلۍ په اړه د غوره مقالې لپاره ۵ زره ډالري جایزه

مینه وال کولای شي خپلې مقالې هغې نړیوالې سیالۍ ته واستوي چې د نړۍ په کچه د فقر د کمولو لارو چارو د څېړنې لپاره ترسره کېږي.
د مقالو د لېږلو وروستۍ نېټه د اکتوبر ۱۵ ده.
لیکوالان باید د خپلو مقالو اصلي محور د دیني او بین‌الدیني عقایدو پر بنسټ د فقر پر وړاندې مبارزه وګرځوي. دوو غوره مقالو ته به د پنځه ـ پنځه زره ډالرو جایزې ورکړل شي.
د غوره شویو کسانو نومونه به د دسمبر په ۱۵مه اعلان شي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.