د اروپا د کمیسیون د راپور ورکونې په سیالۍ کې خبریالانو ته د ګډون بلنه

د بشري حقونو او دموکراسۍ په برخه کې فعالو خبریالانو ته بلنه ورکول کېږي، څو خپل غوره اثار د اروپا د کمیسیون په لورنزو ناتالي سیالۍ کې د کډون لپاره وسپاري.
یاده نړیواله سیالي د هغو خبریالانو د ستاینې لپاره ترسره کېږي، چې د بشري حقونو، دموکراسۍ او سیاسي پرمختګ په برخه کې یې فعالیت کړی وي.
یاد اثار باید د ۲۰۱۰ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۱ کال د اګست تر ۳۱مې پورې خپاره شوي وي.
د هرې برخې د لومړي مقام ګټونکی به نږدې ۷۴۰۰ ډالره د جایزې په توګه ترلاسه کړي.
وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۱ کال د اګست ۳۱مه.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.