د ماشومانو لپاره د راډیویي او تلویزیوني خپرونو د جوړوونکو نړیواله سیالي

د ماشومانو نړیوالې ورځې په برخه کې د راډیویي او تلویزیوني خپرونو چمتو کوونکو ته بلنه ورکول کېږي، څو خپل اثار د ملګرو ملتونو ماشومانو صندوق یونیسف له خوا جوړه شوې نړیواله سیالۍ کې د کډون لپاره واستوي.
هغه خپرونې کولای شي په یاده سیالۍ کې ګډون وکړي، چې د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د ۱۳۸۹ د کب په ۱۵مه چې سمون لري د ۲۰۱۱ د مارچ ۶مې نېټه کې د نجونو او هلکانو د استعدادونو او وړتیاوو په موضوعاتو جوړ شوي وي.
سیالۍ د ګډون لپاره وروستۍ نېټه: ۱۳۹۰ د غبرګولي ۱۱مه - ۲۰۱۱ د جون ۱
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.