۱۳۹۵ د کب ۲۲
د افغانستان د کال خبریال د څلورم پړاو سیالۍ د غوراوي پلاوي د ارزونو په پایله کې د هېواد لس غوره راپورونه او رسنیز فعالیتونه، چې نیمه پایلوبې ته یې لاره موندلې ده، غوره شول.
دغه راپورونه او رسنیز فعالیتونه، چی د له مخکې ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ غوره شوي، په لاندې ډول دي:
- «د افغانستان د اساسي قانون نقض په ۱۳ کلونو کې» څېړنیز راپور، د افغانستان د آزادۍ کور، راپور جوړونکي، علي آقا مزیدي او نوروز رجا.
- ګفتمان، د طلوع نیوز ټلویزیون سیاسي خپرونه، چلوونکی: حارث جمالزاده.
- په اور کې راګیر شوي کس انځور، چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره د اباسین ځدران مارکېټ د لوړ پوړ ودانۍ څخه ځمکې ته ځان غورځوي، خو بیاهم خپل ژوند له لاسه ورکوي، انځور اخیستونکی: احمد فیاض عمري، پژواک خبري اژانس.
- د فرخندې د قتل په قضیه کې د پرمختګ په تړاو څېړنیز راپور، د پیک تحقیقي بنسټ، راپور جوړونکی: سجیه سعادت.
- په کابل کې د یوې روږدی کورنۍ په اړه راپور، شمشاد ټلویزیون، راپور جوړونکې: حسیبه اتکپال.
- محور، د طلوع نیوز ټلویزیون سیاسي خپرونه، چلوونکی: مسلم شیرزاد.
- په هېواد کې د زغرهوالو موټرو د وارداتو او ګټې اخیستنې د څرنګوالي په تړاو څېړنیز راپور، کلید راډیو، راپور جوړونکي: علي آرش.
- له دولتي وسایطو څخه د مخکنیو چارواکو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو څېړنیز راپور، ۸صبح ورځ پاڼه، راپور جوړونکی: مختار وفایي.
- د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپور، یک تلویزیون، راپور جوړونکی، فیصل نوید.
- د هغوی درېیو سرتېرو وروڼو په تړاو راپور چې په کندهار کې د طالبانو په برید کې وژل شوي دي، طلوع نیوز، راپور جوړونکی، میرعابد جوینده.
تمه ده چې د کال لس غوره راپورونه او رسنیز فعالیتونه د کب په ۲۷مه نېټه د خبریال د ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې، چې د یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو او د رسنیزې ټولنې د استازو په شتون کې په کابل کې ترسره کېږي، معرفي او جوړونکي یې وستایل شي.
همداراز، تر ټولو غوره راپور یا رسنیز فعالیت به غوره شي او د جوړونکی به یې په د ۱۳۹۵ کال لپاره د «د افغانستان د کال خبریال» نښان او ۱۲۰۰ ډالره نغدي جایزې وستایل شي.

