په کالفرینیا پوهنتون کې د څېړنیزو خبریالانو لپاره مطالعاتي فرصت

د نړۍ په کچه څېړنیز خبریالان کولای شي چې د امریکا په کاليفرنیا کې د برکلي پوهنتون د خبريالۍ تکمیلي زده کړو پوهنځي کې مطالعاتي فرصت د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه وکړي.

د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۱ کال د اپریل ۲۵مه

دا مطالعاتي فرصت په څېړنیزې خبریالۍ مې تجربه لرونکو دوو خبریالانو ته ورکول کېږي، څو د یو کال لپاره په برکلي پوهنتون کې څېړنې او زده کړې وکړي.

د دې فرصت د ترلاسه کوونکو کلنی معاش ۵۱ زره ډالره دی، هغوی به همداراز د خپلو مطالعاتو او فعالیتونو د مصارفو لپاره لسګونه زره ډالر ترلاسه کړي.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ