د امریکا په ماساچوست کې د خوړو صنایعو د راپور ورکولو روزنیزه دوره

هغه خبریالان چې غواړي د خوړو صنایعو د راپور ورکولو په برخه کې خپله پوهه لوړه کړي، کولای شي د امریکا د ماساچوسټ ایالت په «ام آی ټي» ټکنالوژۍ مؤسسه کې په یوه روزنیزه دوره کې د ګډون لپاره غوښتلینک وسپاري.

غوښتونکي باید په خبریالۍ کې لږ تر لږه درې کاله تجربه ولري.

د دې دورې اساسي موضوعات د خوړو د تولید، وېش او مصرف اړوند پېچلې علمي، اقتصادي او سیاسي اړخونه دي.

د خوړو صنایعو د راپور ورکولو روزنیزه دوره به د ۲۰۱۱ کال د مارچ له ۲۲مې تر ۲۵مې نېټې پورې د ماساچوسټ ایالت په «ام آی ټي» پوهنتون کې ترسره شي.

په دې دوره کې د ګډون لپاره به ټولټال ۱۲ کسان وټاکل شي.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.