
۱۴۰۱ جدي ۲۲ مه
کابل- د افغانستان خبریالانو مرکز له رسنیو د ملاتړو بنسټونو له یو نړیوال اتلاف سره په یو ځای کیدو په دغه هیواد کې د خبریالۍ اړه د برېتانیا د ملي امنیت د یوې لایحې د منفي پایلو او له هغې څخه د استبدادي نظامونو له لورې د الګو کارونې په توګه خپلې جدي اندېښنې څرګندې کړې.
د برتانیې پارلمان ته په یوه پرانیستي لیک کې چې پرون (چهارشنبه د جدي په ۲۲مه) د ټایمز ورځپاڼې په ویب پاڼه کې خپور شو، د ۴۳ لاسليک کوونکو بنسټونو ایتلاف، د په ډاګه کولو او خبريالۍ لپاره د برېتانیا پارلمان ته د ملي امنیت د نوې وړاندې شوې لايحې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دا ایتلاف ویره لري چې دا قانون به په اوسنۍ بڼه کې د رسنیو کار کوونکو او نادولتي موسسو لپاره چې، د بهرنیو حکومتونو څخه ملاتړ ترلاسه کوي او په ټوله کې د رسنیو د خپلواکۍ لپاره کار کوي، جدي پایلې ولري.
د خپلواکو رسنیو د ملاتړ دا نړیوال ايتلاف وایي په داسې حال کې چې دوی پوهېدل، د دې لایحې موخه د برېتانیا د ملي امنیت د ساتنې په اړه د جاوسوسۍ قوانیونو تازه کول دي؛ مګر په لایحه کې پراخه او ګونګ تعريفونه، ممکن د [اطلاعاتو] په ډاګه کوونکو او خبریالۍ باندې اغېز ولري.
دا کولی شي د برتانیا خلکو ته د معلوماتو په مشروع جریان باندې ناوړه اغېزه ولري او داسې تګلاره رامینځته کړي سبب وګرځي چې د نړۍ په کچه د استبدادي نظامونه له لورې د خبریالانو، فعالانو او د معلوماتو د په ډاګه کوونکو د ګواښلو او د اوږ مهالې سزا او بندي کولو د طرحې په توګه وکارول شي.
په پرانیستي لیک کې راغلي دي چې: « د لایحې له بندونو څخه چې د هغې موخه د هیوادونو جاسوسان دي، کیدلی شي هغه اشخاص چې د نړیوالو رسنیو او غیرې دولتي بنسټونو لپاره کار کوي او ډیری هغوی چې په قانوني توګه له بهرنیو هیوادنو مالي ملاتړ ترلاسه کوي؛ په دې لایحې کې شامل کړي. کیدلی شي چې دا د بریتانیا خلکو ته د معلوماتو په مشروع جریان باندې ناوړه اغیزې ولري او د نړۍ په کچه د استبدادي نظامونه له لورې د خبریالانو، فعالانو او د معلوماتو د په ډاګه کوونکو د ګواښلو او د اوږ مهالې سزا او بندي کولو د طرحې په توګه وکارول شي.»
د دې پرانیستي لیک لاسلیکونکو سازمانونو ايتلاف زیاته کړې ده: « موږ باور لرو چې د برېتانیا حکومت کولی شي د جاسوسۍ خپل قوانین د نوي عصر لپاره غښتلي کړي، په داسې حال کې ډاډ ترلاسه کوي[باید ډاډ ترلاسه کړي] چې د عامه ګټو په برخه کې کار کوونکو کسانو لپاره معنا لرونکی او قوي ملاتړ او خلکو ته د معلوماتو او نظریاتو د لېږد او د هغې ترلاسه کولو لپاره د خلکو حق ته وده ورکول، په ځانګړې توګه د [معلوماتو] په ډاګه کوونکي او خبریالان، پکې شتون لري.
د پرانیستي لیک متن او د لاسلیک کونکو نوملړ

