۱۴۰۳ د کب ۱۸
کابل- د افغانستان د خبریالانو مرکز د هغه نړیوال کمپاین سره یوځای شو، چې په هغه کې د نیپال له حکومت او پارلمان څخه غوښتل شوي، ترڅو پر نوې جوړې شوې رسنیزې شورا او د ټولنیزو رسنیو وروستۍ وړاندیز شوې لایحې، چې کولای شي د رسنیو آزادي له ګواښ سره مخ کړي، بیاکتنه وکړي.
دا کمپاین د «آزادۍ فوروم» (Freedom Forum ) په نوم نيپالي بنسټ او«آی فکس»(IFEX ) د بیان آزادۍ د ملاتړ نړیواله شبکه ، په نوښت جوړ شوی، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په ګډون ۲۸ د بیان آزادۍ او آزادو رسنیو ملاتړي بنسټونو ترې ملاتړ اعلان کړی دی. د دې لیک لاسلیکوونکي، چې نن د نیپال حکومت او پارلمان ته واستول شو، د یاد هېواد له چارواکو غواړي چې داسې قوانین رامنځته او پلي نه کړي، چې حکومت ته پراخ واکونه ورکوي، ترڅو له بېلابېلو لارو لکه، د ډېرو او مبهمو مقرراتو وضع کول، چې کولای شي د خبریالانو، مدني فعالانو، نیوکه کوونکو او نورو مخالفینو د ګواښولو او ځپلو لپاره ترې ناوړه ګټه پورته شي.
رسنیزه شورا او د ټولنیزو رسنیو د فعالیت، کارونې او تنظیم لایحه (د ټولنیزو رسنیو لایحه)، چې په دې وروستیو کې په نیپال کې تصویب شوې ده، د بیان ازادي، معلوماتو ته د لاسرسي حق، او خصوصي حریم په بېساري ډول محدودوي.
د دې لیک لاسلیک کوونکو له نیپالي حکومت او پارلمان څخه غوښتي، چې پر یادو لایحو د مدني ټولنې او اغېزمنو ډلو سره په مشوره له سره غور وکړي، ترڅو د بشري حقونو له ملي او نړیوالو معیارونو سره سمون پیدا کړي.
د دې بیانیې او لاسلیک کوونکو بنسټونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره، لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.

