د ۸صبح ورځپاڼې یادښت: ایرنا او د کابل - تهران واټن

د ۸صبح ورځپاڼې یادښت: ایرنا او د کابل - تهران واټن

چهارشنبه، ۱۳۹۲ د زمری ۲

پرون د ایران دولتي خبري آژانس (ایرنا) په کابل کې د ایران سفارت د اعلامیې پر بنسټ، « د افغانستان د ۸صبح ورځپاڼې له پاروونکو کړنو په وړاندې په کابل کې د ایران سفارت اعتراض.» تر سرلیک لاندې یو خبر خپور کړ.

په دې خبر کې د ۸صبح ورځپاڼې مطالب «فتنه‌انګیز»، «تحریکوونکي» او «د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد» بلل شوي او ادعا شوې چې ۸صبح ورځپاڼې د یاد سفارت مستنده ځوابیه په خبر کې نه ده ځای پر ځای کړې.

۸صبح ورځپاڼه د ایرنا د یاد خبر په ځواب کې د څو ټکو يادول اړین ګڼي:

لومړی: ۸صبح ورځپاڼه د افغانستان د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې فعالیت کوي، نه د ایران د داخلي قوانینو له مخې.

دوهم: ۸صبح ورځپاڼه، «سرمایه» او «شرق» ورځ پاڼه نه ده، چې د ایران دولت یې هر وخت چې زړه وغواړي د فشار په راوستلو وتړي.

درېیم: ۸صبح ورځپاڼې د ایران له سفارته څخه هېڅ «مستند ځوابیه» نه ده ترلاسه کړې.

څلورم: ۸صبح نشي کولای د ایران له لوري د طالبانو ښکاره ملاتړ، د "اسلامي بیدارۍ کنفرانس" ته د هغوی بلنه، د ایران له طالبانو سره د نه ملاتړ لامل وګڼي.

پنجم: ۸صبح نشي کولای له قطر څخه تهران ته تللي طالبانو سره د ایران د چارواکو د شک وړ لیدنې، له طالبانو څخه د ایران د نه ملاتړ لامل وبولي.

شپږم: ۸صبح نشي کولای، لکه ځینې هغه رسنۍ چې له ایران ملاتړ کوي، په افغانستان کې د ایران هیلي او غوښتنې پوره کړي.

اووم: د ۸صبح ورځپاڼې لپاره د افغانستان ملي ګټې مهمې دي، نه د ایران ملي ګټې.

اتم: ۸صبح نشي کولای د «ایران اسلامي جمهوریت» نظریات د «مستند ځوابیه» په نوم چاپ او خپرې کړي.

نهم: ۸صبح ورځپاڼه د افغانستان د آزادو رسنیو په فضا کې ساه اخلي او نشي کولای د ایران د هغو هڅو سره سم چې غواړي د افغانستان لپاره هم بنده فضا رامنځته کړي، حرکت وکړي.

اسم: ۸صبح ورځپاڼه نشي کولای د افغانانو د بې‌شمېره اعدام قضیې، چې د ایران د مقاماتو په وینا د دوی د داخلي قوانینو له مخې ترسره شوي، د ایران او افغانستان د دوستۍ نښه وګڼي.

په پای کې، ۸صبح ورځپاڼه غواړي یو ځل بیا د ایران سفارت ته دا خبره واضحه کړي چې:

«دا کابل دی، نه تهران.»