۱۳۹۳ د تلې ۲۶
فیصل کریمي – مسکو: د افغانستان د خبریالۍ بنسټونو او رسنیو یو شمېر استازو روسیې ته د رسمي سفر لومړۍ ورځ د ریانووستی خبري آژانس، RT نړیوالې شبکې او د نشهيي موادو د کنټرول فدرالي ادارې له مسؤلینو سره په لیدنه پیل شوه.
د افغانستان د رسنیز پلاوي لومړنی لیدنه د پخواني ریانووستي خبري آژانس څخه وه؛ هغه آژانس چې څه موده وړاندې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرمان پر بنسټ، له دولتي راډیو "د روسیې غږ" سره یو ځای منحل او په یوه نوي رسنیز بنسټ "راشیا سگودنیا" (یعنې روسیه نن) کې مدغم شو.
د "راشیا تودی" تلویزیوني شبکې مالي ملاتړ د روسیې دولت له لوری ترسره کېږي، د دې رسنۍ لومړي مرستیال پائول اندریف د افغانستان له رسنیز پلاوي سره د لیدنې پر مهال وویل: دغه بدلونونه د مالي سپما، د مؤثریت زیاتوالي او د دولتي رسنیو د کیفیت د لوړولو په موخه ترسره شوي دي. د هغه په وینا، دوی له خپلو پخوانیو درې زره کارکوونکو څخه زر تنه له تشکیلاتو غورځولي او دا مهال "روسیه نن" رسنۍ له دوه زره کارکوونکو سره خپل فعالیتونه پر مخ وړي.
د افغانستان خبریالانو په دې ناسته کې د روسیې د رسنیزې ډیپلوماسۍ پر کمزوري رول خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د نړۍ عامه افکار د لویدیځو هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا د رسنیو تر انحصار لاندې دي. سره له دې چې روسیه په نړېواله کچه پیاوړی سیاسي ځواک لري، خو بیا هم نه ده توانېدلې چې د سیمې د بدلونونو په پوښښ کې یوه قوي رسنیزه ډیپلوماسي وکاروي.
روسیه او رسنیزه ډیپلوماسي
د باختر خبري آژانس رئیس عبدالخلیل مینوي په دې لیدنه کې د باختر او د روسیې د ریانووستي خبري آژانس ترمنځ د پخوانیو اړیکو او همکاریو یادونه او د دواړو آژانسونو ترمنځ د بیاځلي رسنیزو همکاریو غوښتنه یې وکړه. هغه هیله وښوده چې روسیه به هم په دې برخه کې لېواله وي. پائول اندریف، د "روسیه نن" خبري آژانس لومړي مرستیال، د نوموړي وړاندیز ومنلو او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې به له باختر خبري آژانس سره یو تفاهملیک لاسلیک کړي.
د نور تلویزیون د خبري برخې مسؤول خیرالله آزاد د ریانووستي خبري آژانس لخوا په فارسي ژبه د سیمې د پېښو په پوښښ کې کمزورتیا ته په اشاره وویل: روسیه او افغانستان تاریخي، کلتوري او سیاسي اړیکې لري، خو د ریانووستي فارسي څانګه د افغانستان پر پېښو ډېره کمزوره او سطحي راپور ورکوي.
ما د افغانستان د رسنیز پلاوي رئیس په توګه په سیمه کې د روسیې رسنۍ ډیپلماسي کمزوري رول ته اشاره وکړه، ځکه چې خلک په ځانګړي ډول افغانان د روسیې سیاستونه په نړۍ کې د لوېدیځو رسنیو لکه؛ بیبیسي او سیانان له نظره ویني، دغه رسنۍ چې د بریتانیا او متحده ایالاتو د خبري بنسټونو په توګه د روسیې سره د سیاسي سیالۍ له امله هڅه کوي د روسیې او د هغې د سیاستونو په اړه منفي انځور وړاندې کړي، چې په اوږدمهال کې د روسیې د سیمهییزې او نړیوالې ډیپلماسي لپاره زیانمن دي.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې تګلاره:
د افغانستان رسنیز پلاوي د تلې ۲۵ مه، د جمعې په ورځ، له ماسپښین وروسته په بل پړاو کې د روسیې فدرال د نشه یي توکو د کنترول د ادارې له مشر ویکتور ایوانوف سره په مسکو کې د دغه ادارې په دفتر کې لیدنه او خبرې اترې وکړې.
ایوانوف په دې لیدنه کې د افغانستان د نشه يي توکو د کښت، تولید، پروسس او ترانزیت زیاتوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل: چې دا کچه د ۲۰۰۱ کال په پرتله په څرګنده توګه لوړه شوې ده.
هغه وویل: چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د زياتوالي سره سم، د نشه يي توکو لکه هيروئين کښت او توليد هم زيات شوی دی او په دې برخه کې د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې مبارزه اغېزناکه نه ده.
د هغه په وینا، د کلنۍ شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې شاوخوا ۵۵۰ ټنه هيروئين توليدېږي.
هغه د افغانستان له خبریالانو سره په ناسته کې ټینګار وکړ چې افغانستان په یواځې ځان په دې برخه کې مبارزه نه شي کولای او باید په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د ملګرو ملتونو په کچه ورته تګلاره جوړه شي.
ایوانوف وویل: چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په تګلاره کې تر ۲۰۲۰ کال پورې روسیې پر جدي مبارزه ټینګار کړی. د هغه په خبره، دغه ستراتیژي په لاندې درې برخو وېشل شوې ده:
۱- د پولیسي تدابیرو په پام کې نیول او د خلکو ترمنځ د نشه يي توکو له وېش څخه مخنیوی.
۲- د نشه يي توکو له کاروونکو سره مبارزه، څو د هغوی شمېر راکم شي.
۳- د نشه يي توکو پروړاندې مبارزه کې نړیوالې همکارۍ.
د فدرالي روسیې د نشه يي توکو د کنترول ادارې مشر ویکتور ایوانوف وړاندیز وکړ چې هغه بزګر چې د کوکنارو په کرکیله کې کار کوي د هغو پر ځای باید د ځمکو مالکان محاکمه شي او ځمکې یې ضبط شي.
هغه وویل چې دوی دا وړاندیز د افغانستان او امریکا حکومتونو ته کړی و چې د ځمکو د مالکانو لېست دې جوړ شي او هغه ځمکې چې د کوکنارو د کرلو لپاره کارول کېږي، باید ضبط شي.
د "نن روسیه" تلویزیوني شبکه (آر ټي) د افغانستان رسنیز پلاوي په همدې ورځ د روسیې د آر ټي (RT) خبري شبکې له مرکزي دفتر څخه هم لیدنه وکړه او د دغې شبکې له نړېوالو مسؤولینو سره یې هم خبرې وکړې.
د آر ټي مسؤولین د دې شبکې د جوړېدو موخه د روسیې لیدلوري او دریځونه د نړیوالو مسائلو بیانوي، اوس مهال آر ټي په انګلیسي، عربي، اسپانوي او روسي ژبو خپرونې لري او ټاکل شوې چې فرانسوي چینل به یې هم ډېر ژر فعالیت پیل کړي.
د افغانستان د رسنیو پلاوي د آر ټي شبکې د عربي، انګلیسي او اسپانوي چینلونو له خبرخونو او سټوډیوګانو څخه لیدنه وکړه او د دغو برخو د فعالیت له څرنګوالي سره یې نوره هم پېژندنه ترلاسه کړه.
د افغانستان ۱۱ تنه خبریالان او د رسنیو مدیران، د افغانستان د خبریالانو د مرکز له لوري، په مسکو کې د معاصر افغانستان د مطالعاتو مرکز په بلنه او د ریا نووستي خبري آژانس، له ولسي ډیپلماسۍ څخه د ملاتړ بنسټ او د تاتارستان جمهوریت د «تات» رسنیز ګروپ په ملاتړ، د یوې اونۍ لپاره مسکو ته راغلي دي.
په پاتې ورځو کې ټاکل شوې چې دغه رسنیز پلاوی د تاتارستان جمهوریت د ښار کازان له ځینو رسنیو څخه هم لیدنه وکړي. همداراز، د مسکو او کازان د ځینو تاریخي ځایونو لیدنه هم د دې سفر په پروګرام کې شامله ده.
روسیې ته د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو فعالانو دا سفر درې کاله مخکې پیل شوی و او دا یې دریم پړاو دی چې ترسره کېږي.

