۱۴۰۴ د وري ۲۷
کندز – په کندوز ولایت کې د واکمنې ادارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په یوه رسمي مکتوب کې د کندز ولایت ټولو محلي ادارو ته امر کړی چې له دې وروسته دې د ساه لرونکي (ژوندیو موجوداتو) انځورونو له اخیستلو او خپرولو څخه ډډه وکړي. له دې حکم سره، کندوز څوارلسم ولایت شو چې په رسمي توګه دا بندیز اعلان او پلو کوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې بندیز د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې دا اقدام به د خبر رسونې، بیان آزادۍ او معلوماتو ته د خلکو لاسرسي بهیر سخت اغېزمن کړي.
د کندز ولایت د امر بالمعروف ریاست د دې ولایت والي ته په یو رسمي مکتوب کې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پر بنسټ د ساه لرونکي (ژوندیو موجوداتو) انځورونو پر اخیستلو د بندیز یادونه کړې او له ټولو دولتي ادارو یې غوښتي چې په غونډو او نورو پروګرامونو کې له انځور اخیستلو او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې یې له خپرولو ډډه وکړي.
په دې مکتوب کې چې د افغانستان د خبریالانو مرکز یې یوه کاپي تر لاسه کړې، راغلي چې دا پرېکړه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د اوولسمې مادې پر بنسټ شوې، چې له مخې یې د ساه لرونکي ( ژوندیو موجوداتو) د انځورونو خپرول منع دي. دوو سیمهییزو سرچینو دا مکتوب تایید کړی او د افغانستان د خبریالانو مرکز ته یې ویلي چې دا حکم رسنیو او دولتي ادارو ته رسماً ابلاغ شوی دی.
اوس مهال، په کندوز کې د واکمنې ادارې تر ادارې لاندې رسنيو، ملي راډیو تلویزیون، باختر دولتي خبري آژانس او کندز دولتي ورځپاڼې ترڅنګ اورانوس خصوصي تلویزیون او شبنم، کهندژ او کندز او روښنايي خصوصي راډیوګانې په دې ولایت کې فعاليت لري. چې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز وروسته به تلویزیونونه راډیو ته واوړي او نورې رسنۍ به هم په تصویري بڼه له خبر رسونې بې برخې شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې امر بالمعروف قانون له خپرېدو وروسته د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز په رسمي ډول په ۱۴ ولایتونو کې اعلان او پلي شوی دی. له دې وړاندې، دا بندیز په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل او پروان کې هم اعلان او پلي شوی و. که څه هم د افغانستان د خبریالانو مرکز څېړنې ښيي چې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې د ساه لرونکي انځورونو او وېډیو مرکو پر اخیستلو بندیز یو څه نرم شوی، خو لیدل کېږي چې د واکمنې ادارې مشر، ملا هبت الله، چې په کندهار کې مېشت دی، د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کوي، هغه تېره اوونۍ پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال، د حاکمې ادارې له چارواکو سره په ناسته کې د یاد قانون پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د کندز ولایت ته د دې بندیز د غځېدو له امله ژوره اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې دا ډول محدودیتونه د بیان له آزادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي له حق او د افغانستان د ټولنیزو رسنیو قانون سره چې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د پلي کېدو وړ بللی، په ټکر کې دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز باور لري چې د حاکم نظام له لوري پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ژوندي موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، د خبر رسونې بهیر سخت اغېزمن کړی او سربېره پر دې، د ډېرو رسنیو د بندېدو او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د پراخې بېکارۍ سبب ګرځي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له پرېکړه کوونکو چارواکو او د حاکمې ادارې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت له مسؤولینو څخه غواړي چې د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز په اړه له سره غور وکړي او د هغو نورو رسنیزو کړنلارو په لغو کولو چې په تېرو درېیو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف صادرې او پلي شوې دي، اجازه ورکړي، څو رسنۍ د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم د ازاد فعالیت حق ولري او خبریالان وتوانېږي په ډاډه توګه پرته له وېرې کار وکړي.

