دایکندي؛ هغه ولایت چې والي یې، د اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه د جمهور رئیس حکم ته درناوی نه کوي

۱۳۹۵ د غبرګولي ۳۱مه

نیلي: په دایکندي کې د سيمه‌ییزو رسنیو مسؤولین وایي، چې د یاد ولایت والي د جمهور رئیس له لوري توشيح شوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر وړاندې خپلې بې پروایۍ ته دوام ورکوي او چمتو نه ده، څو له رسنیو سره مرکه وکړي.

د دایکندي والي معصومه مرادي تېر کال د مرغومې په ۲۳مه د یاد ولایت سیمه ییزو ادارو ته په یوه رسمي ليک کې ویلي وو، چی د سیمه‌ییزو ادارو هېڅ یو مسؤول باید د والي له همغږۍ پرته له رسنیو سره مرکه ونه کړي.

په دایکندي کې د افغانستان د خبریالانو مرکز استازی سید محمد انور شهاب وایي، چې وروسته له هغې د خبریالانو د شکایتونو د زیاتوالي او د خبریالانو د ملاتړي بنسټونو د فشارونو په پایله کې والي ژمنه وکړه، چې د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې به له خبریالانو سره په جدي ډول همکاري کوي.

خو د شهاب په وینا، تر اوسه نه یواځې دا چې د والي دا ژمنه نه ده عملي شوې، بلکې په ځینو مواردو کې د والي د ساتونکو له لوري خبریالانو ته سپکاوی هم ترسره شوی دی.

د دې موضوع په تړاو د درېیو راډیو ګاڼو مسؤولينو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته په یو لیک کې لیکلي وو، چې والي اوس هم په دې برخه کې په خپله ژمنه وفا نه کوي او په هېڅ ډول نه چمتو کېږي، څو د یاد ولایت په تړاو د مهمو او حياتي مسائلو په اړه له رسنیو سره مرکه وکړي.

د دې لیک لاسلیکوونکو د افغانستان د خبریالانو له مرکز څخه غوښتي څو په دې برخه کې عدالت غوښتنه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز یوځل بیا د دایکندي له والي څخه غواړي، چې د جمهور رئیس د استازي په توګه د هېواد نافذه قوانینو په ځانګړي ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې یو یا یو نیم کال وړاندې د جمهور رئیس له خوا توشیح شوی دی، درناوی وکړي او له پلي کولو څخه یې ډډه ونه کړي.

د بیان ازادۍ او ازاد رسنیز فعالیت ملاتړی دا بنسټ له جمهور رئیس څخه غواړي، څو د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سره سم او همداراز له خبریالانو سره په ارګ کې وروستۍ ناسته کې د خپلې ژمنې د نوي کولو لپاره چې ویلي وو، نور به اطلاعات د ځانګړي اشخاصو په انحصار کې نه وي، عمل وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرداری ورکوي، چی که د دې والي بې پامۍ او قانون ماتونې پای ته ونه رسېږي، د عدالت غوښتنۍ لړۍ به په لویه کچه پیل کړي.