۲ کب ۱۳۹۴
نیلي: د دایکندي والي اطلاعاتوته د لاس رسي قانون خلاف چې ولسمشر توشیح کړی هم دی، د دې ولایت ټولو دولتي ادارو ته حکم کړی، چې ولایت مقام سره له همغږۍ پرته خبریالانو سره مرکه ونه کړي.
دایکندي کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی سید انور شهار وایي د والي د دې کار سره نه یواځې دا چې خبریالان په وخت معلوماتو ته له لاسرسي محروم شوي بلکې سپکاوی هم ورته شوی دی.
د هغه په وینا د مرغومې میاشتې په ۲۳ مه، معصومې مرادي ټولو دولتي ادارو ته مکتوب لیکلی، چې د دې ولایت هیڅ مسوول نه شي کولی د والي له همغږۍ پرته رسنیو سره مرکې وکړي.
د نسیم شخصي راډیو مسوول مدیر رضا واحدي نیلي ښار کې ویلي، چې اوس مهال دایکندي کې د ازادو رسنیو فعالیت ستونزمن شوی دی.
د هغه په وینا، زیاتره وخت مسوولین مرکو ته نه اماده کیږي او یا هغوی ته غلط معلومات ورکوي نو له همدې درکه خبریالان نه شي کولی د اړتیا وړ معلومات په خپل وخت ترلاسه کړي.
د واحدي په باور د حقیقتونو پټولو او په رسنیو د فشار اچولو په موخه دا کارونه ترسره کیږي.
د دایکندي راډیو له خوا ورکړل شوو معلوماتو له مخې په تازه پېښه کې د دې راډیو خبریالان،چې غوښتل یې دې ولایت کې ښځو سره د تاوتریخوالي شوو پېښو په اړه له استیناف څارنوالۍ معلومات ترلاسه کړي نه دي توانېدلي چې مرکې وکړي.
د دې ادرې سرپرست محمد حسن جویا ویلي د معلوماتو ورکولو لپاه هیڅ مکلفیت نه لري او مرکه به ونه کړي.
پر دې سربېره معلومات شتون لري چې ځایې ادارې خبریالانو سره د توپیري چلند سربېره د هغوی مسلک ته سپکاوی هم کړی.
تېره اونۍ د دایکندي راډیو خبریال چې د والي خبري ناستې ته غوښتل شوی و، د والي ساتونکو له خوا د ولایت مقام دروازه کې درول شوی، سپکاوی ورته شوی او دې ناستې ته نه دی پرېښودل شوی.
والي تر اوسه په دې اړه څرګند ونې نه دي کړي، خو د دایکندي اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد حسین سیرت وایي اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د خبریالانو حق دی او ښه حکومتولي هغه ده چې خلک د حکومت د لاسته راوړنو څخه خبر شي.
هغې وویل:« د ولایت له لورې صادر شوی مکتوب په دې مانا نه دې، چې دولتي ادارې به رسنیو ته معلومات نه ورکوي ځکه دې مکتوب کې څرګنده شوې والي سره له همغږۍ پرته دې ناتاید شوي معلومات له رسنیو سره نه شریکوي»
د اطلاعاتو او کلتور رئیس زیاته کړې ټاکل شوې د خبریالانو استازو په شتون کې دوه ورځې وروسته په یوه ناسته کې دا موضوع تر څیړنې لاندې ونیسي او په ورته وخت کې به رئیسانو ته وویل شي، چې زکر شوی مکتوب د ځان لپاره بهانه نه کړي او رسنیو سره مرکې وکړي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د دایکندي والي غواړي، د هیواد نافذه قوانینو په ځانګړې توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې د ولسمشر له لورې توشېح شوی هم دی، له هرهغه کار ځان وساتي چې دې ولایت کې د رسنیو او خبریالانو کارونه محدودوي.
که چېرته دا یکندي کې د خبریالانو د کار پر وړاندې شته اوسني محدو دیتونه دوام وکړي نو ضرور به د حق غوښتنې او عدالت غوښتنی لپاره لوی اقدامات وشي.

