۱۳۹۴ د وږي ۲۴مه
د ازادي راډیو خبریال او ویاند جان اقا الکوزی د ۸۵ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له کبله د اتريش په یو روغتون کې ساه ورکړه.
د ازادي راډیو د راپور له مخې، جان اقا الکوزي شاؤخوا ۱۳ کاله په ازادي راډیو او له هغې وړاندې د څو کلونو لپاره د افغانستان په ملي راډیو او تلویزیون کې د خبریال او ویاند په توګه دنده ترسره کړې وه.
ارواښاد الکوزي په ۱۳۳۶ هجري لمريز کال کې د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې سترګې نړۍ ته پرانیستلې، هغه د کابل پوهنتون د انجينري فاکولتې څخه له فراغت وروسته له خپلې خوښې سره سم ژورنالیزم ته مخه کړه او د عمر تر پایه یې یاد مسلک ته دوام ورکړ.
هغه په ۱۳۸۱ هجري لمریز کال کې د چک جمهوريت په پلازمېنې پراګ کې د افغانستان په برخه کې د ازادې اروپا- ازادي راډیو د خبریال په توګه په کار پیل وکړ.
نوموړي د ازادي راډیو سره د کار په بهیر کې، ډېری وخت په خبري سرويسونو کې برخه اخیسته او هره پنجشنبه به یې د کابل پر وقت وروسته له غرمې له ۳ بجو څخه تر ۵ بجو پورې په « در امواج آزادی» خپرونه کې له ظریف نظر سره کوربه توب کاوه.
جان اقا الکوزی شاؤخوا يوه میاشت وړاندې د اتریش پلازمینې ویانا ښار کې په یوه روغتون کې بستري شو او نن یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د افغانستان د خبریالانو مرکز رهبري د دې خبریال د مړيني له کبله د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره،
له خدای تعالی څخه غواړي چې روح یې ښاد ولري او کورنۍ، قریبانو او همکارانو ته یې صبر ورکړي.

