۲ زمری ۱۳۹۳
پنجشیر ولایت کې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون خبریال شکرالله مشعل د ولایتي ادارې د بې کفایتۍ په اړه انتقادي مطلب په خپل فیسبوک خپور کړی و چې وروسته د والي ساتونکولخوا وډبول شو.
هغه په خپل فیسبوک پاڼه د روان کال وري میاشت کې انځور خپور او ورسره ولیکل چې د دې ولایت اصلي لار د چنګرم په ساحه کې د غرښویدنې له امله ستونزو کې ده چې مسوولین یې حل کولو ته پاملرنه نه کوي.
شکرالله وايي د دې مطلب خپریدو د والي غوصه پارولې او ساتونکو یې د ولایت مقام دروازه کې سخت وهلی دی.
د پنجشیر والي عبدالرحمان کبیري وایي هیچاته یې د دې خبریال وهلو توصیه نه ده کړې.
مګر والي د دې خبرې پخلی کوي چې د مشعل انتقادي مطلب نارامه کړی دی.
کبيري د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل: « د دولتي تلویزیون خبریال په توګه مشعل مخکې له دې چې موضوع خپره کړي؛ بايد له ماسره شریکه کړی وی، مګر هغه دا کار نه دی کړی.»
د افغانستان خبریالانو مرکز د دې خبریال وهل ډبول د ازادو خبریالانو د فعالیت مخنیوی او خود سانسورۍ ته د زمینې برابرولو په مانا بولي او هغه په سختو ټکو غندي.
دا مرکز کابل کې له چارواکو غواړي ترڅو د پیښې پلټنې سره د دې عمل ترسره کوونکو ته د سزا په ورکولو سره اجازه ورنه کړي ، چې دا ډول خپلسرۍ او غیر قانوني کارونه د خبریالانو کارباندې اغیز وکړي.

