۱۴۰۴ د غویي ۱۵
بازارک، پنجشیر – په پنجشیر ولایت کې هم په رسمي توګه د ساه لرونکي (ژونديو موجوداتو) د انځورونو خپرول منع شول. د دې حکم په صادرېدو سره د هغو ولایتونو شمېر ۱۸ ته ورسېد، چې دا بنډیز په رسمي توګه اعلان او پلو کوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د هېواد نیمو ولایتونو ته د دې بندیز د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې دا اقدام به د خبر رسونې، بیان آزادۍ او معلوماتو ته د خلکو لاسرسي بهیر سخت اغېزمن کړي.
په پنجشیر کې د واکمنې اداري د والي محمد آغا حکیم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن دوشنبه، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په تړاو د یاد ولایت په مرکز کې د سیمهییزو چارواکو، د ځایي اداراتو کارکوونکو او دیني عالمانو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه. محمد آغا حکیم د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پر پلي کېدو ټینګار وکړ او د ساه لرونکي انځورونو خپرول یې په پنجشیر ولایت او د دې ولایت رسنیو کې منع اعلان کړل.
والی همداراز روښانه کړه چې د دغه قانون د پلي کولو لپاره به کمیټې جوړې شي او د یاد قانون له سرغړوونکو سره به قانوني چلند ترسره شي.
یوه سیمهییز خبریال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې د ساه لرونکي (ژوندي موجوداتو) د انځورونو پر خپرولو بندیز له رسمي پلي کېدو سره رسنۍ او خبر رسونه تر پخوا هم زیاته محدودېږي. د نوموړي په وینا، اوس مهال، له ملي راډیو او تلویزیون سربېره کچکن خصوصي راډیو هم په دې ولایت کې فعالیت لري.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز موندنې ښيي چې له پنجشیر وړاندې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه له نیمایي زياتو ولایتونو، لکه: کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکندي او فاریاب کې هم د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بنډیز رسماً اعلان او پلي شوی دی.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۳۱مه نېټه خپور شو. د دغه قانون د ۱۷مې مادې له مخې، محتسبین یا مذهبي پولیس مکلف دي چې د ژونديو موجوداتو د انځورونو له خپرېدو مخنیوی وکړي. په هغو ولایتونو کې چې دا بندیز په رسمي ټوګه اعلان شوی، ویل شوي چې خبر رسونه باید یوازې په غږېزه یا لیکلي بڼه ترسره شي او پکې د ژونديو موجوداتو انځورونه نه وي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په پنجشیر ولایت کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې دا بندیز د بیان آزادۍ د اصولو او د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف دی.
یاد مرکز ټینګار کوي چې د دې بندیز پراخېدل به د زیاتو تلویزیونونو د تړل کېدو او په تصویري بڼه د رسنیزو فعالیتونو د درېدلو لامل شي.
دا څرګنده ده چې د نویو محدودیتونو لګول به د هېواد پر رسنیزه ټولنه، چې له وړاندې له بېسارې محدودیتونو سره مخ ده، فشارونه نور هم زیات کړي او د خلکو معلوماتو ته د آزادې لاسرسۍ حق ته به جدي زیان ورسوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د واکمنې ادارې له پرېکړه کوونکو چارواکو غواړي چې د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز په اړه له سره غور وکړي او د وروستیو رسنیزو کړنلارو په لغو کولو چې د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف صادرې او پلي شوې دي، د رسنیو د آزاده او پرته له وېرې فعالیت لپاره زمینه برابره کړي، څو خبریالان وکولای شي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه برخمن شي.

