جمعه، ۱۳۹۳ د لیندۍ ۷مه
بازارک: د پنجشیر دولتي دوه اوونیزې سرپرست د هغه شعر د خبرولو له امله چې سپکاوی کوونکی بلل شوی، ونیول شو او زندان ته ولېږدول شو.
دا شعر پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست خپرنۍ د تلې میاشتې د لومړۍ نیمایي په ۱۲۱ شمېره کې د «خدایا کافر نمی شوم» په نوم خپور شوی و، چې غبرګونونه یې راوپارول.
په شمالي ولایتونو کې د افغانستان و خبریالانو مرکز استازي احمد هنایش وویل، چې د دې شعر د خپرېدو په پایله کې یو شمېر دیني عالمانو د پنجشیر والي عبدالرحمن کبیري سره ناسته کې له هغه غوښتي وو چې یادې پېښې ته رسېدنه وکړي.
هغه وویل چې د ولایت څارنوال هم د یاد ولایت د والي په لارښوونه د د عبدالجبار جبران و نیولو امر صادر کړی او نوموړی د لیندۍ په ۳مه نیول شوی او بند خونې ته لېږل شوی.
جبران له دوو میاشتو راهیسې له هغه وخته چې فرهاد سجودي یاده برخه پرېښوده د یادې خپرنۍ د سرپرست په توګه کار کاوه.

