۲۲ لیندۍ ۱۳۹۳
بازارک: له سپکاوي ډک شعر خپرولو له امله د ۱۹ ورځني بند تیرولو وروسته د پنجشیر ولایت د دولتي دوه اونیزې مجلی سرپرست خوشې شو.
عبدالجبار جبران د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې په زندان کې ښه وضعیت ورسره شوی.
د پنجشیر د دوو نشریو مسؤول ویلي چې محلي ادارې د نوموړي ځاني خوندیتوب لپاره په بند کې ساتلی دی.
دغه شعر، د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوندې نشريې، د ميزان مياشتې په ۱۲۱مې شمېرې ګڼې کې د (خدايا کفر نمی ګويم/خدايه کفر نه وايم) تر نامه لاندې نشر شوی و، چې غوغا يې جوړه کړه.
مګر جبران ویلي چې د دې شعر خپرولو کې ېې تیروتنه کړې او قصدي نیت یې نه درلود.
د کابل شمال کې د خبریالانو مرکز مشر احمد هنایش ویلي چې د دې شعر له خپرولو وروسته یوشمیر دیني عالمانو د پنجشیر له والي عبدالرحمان کبیري سره لیدلي او غوښتنه یې ترې کړې، چې دې قضیې ته رسېدنه وکړي.
هغه وایي څارنوالۍ ته د والي له امر وروسته عبدالجبار جبران د لیندۍ میاشتې په درېیمه له نیول کیدو وروسته زندان ته استول شوی دی.
له دې پېښې وروسته هنایش د ولایت له سرپرست سره لیدنه کړې او د افغانستان خبریالانو مرکز اندېښنې یې له نوموړي سره شریکې کړي دي.
کبیري ویلي جبران په زندان کې ده ته د پېښو احتمالي ګواښونو بچ پاتې کیدو له امله په بند کې ساتل شوی هغه ژمنه وکړه چې د دې خپرونو سرپرست په ژر خوشې شي.

