دوشنبه، ۱۳۸۹ د سلواغې ۱۱مه
په بغلان مرکزي ښار کې، يوې ناپېژانده وسله والې ډلې په پیمان غیر دولتي راډیو یرغل وکړ او د یادې راډیو تجهیزات یې مات او یا لوټ کړل.
د پیمان راډیو مسؤول مدیر او د امتیاز څښتن شیر محمد جهش د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، دا برید د دوشنبه ورځې په ځایي وخت سهار ۲ بجې ترسره شو.
جهش وویل:« وسله والو کسانو چې شمېر یې اووه تنو ته رسېده د راډیو د ساتونکي د وهلو ډبولو او تړلو سربېره، ټول کمپیوټرونه، د غږ ثبتولو دستګاوې، میکسر او نور تجهيزات مات کړل او د ذخیرې هارډيسک او د راډیو ترانسمیټر یې له ځانه سره یوړل.»
د هغه په وینا، هغوی په نږدې وختونو کې د حکمتیار د حزب اسلامي د وسله کسانو له لوري د پرله پسې ګواښونو وروسته دا راډیو لرې سيمې ( د مرکزي بغلان ولسوالۍ شپږمې امنیتي حوزې ته څېرمه) لېږدولې وه، څو د یادې ډلې له ګواښونو څخه خوندي پاتې شي.
د پیمان راډیو مسؤول مدير وویل:« موږ د غیر مستقیم ګواښونو سربېره، د حزب اسلامي د کسانو له لوري لږ تر لږه پنځه ټلفني ګواښونه هم ترلاسه کړي دي، چې موږ یې وګواښلو څو د هغوی سپارښتنو ته غوږ کېږدو کنه تر برید لاندې به راشو.»
جهش وویل، د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي اړوند کسانو له دوی غوښتي وو، څو د موسیقي خپرول بند کړي، هغه خپرونې چې د قانون، دولتي څانګو ته د خلکو د ورتګ د هڅولو او وسله والو سره د اړیکو پرې کولو په تړاو دي، پای ته ورسوي او هغه امینتي پیغامونه په ځانګړي توګه هغه پیغامونه چې د ناټو له لوري چمتو کېږي، خپاره نه کړي.
تر اوسه د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي په دې تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو هم چې په تېرو وختونو کې به یې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ځينو بریدونو مسؤولیت پر غاړه اخیست، دا برید رد کړی دی.
د بغلان د پوليسو قوماندان عبدالرحمن رحیمي وویل، چې تر اوسه د برید کوونکو هويت نه دی مشخص شوی، خو پولیسو په دې تړاو خپلې څېړنې پیل کړي دي.
خو شیر محمد جهش له امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول له پولیسو څخه په نیوکې وویل، سره له دې چې پېښه د سهار دوه بجې رامنځته شوې خو پولیس د سهار پر ۱۰ بجو سیمې ته راورسېدل.
جهش د رسنیو له ملاتړ کوونکو مرکزونو او بنسټونو څخه وغوښتل، څو له دې راډیو سره په مرستې د یادې راډیو بیا فعالیدو کې همکاري وکړي.
پیمان راډیو، د ۱۳۸۵ کال په سلواغې میاشت کې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په کار پیل وکړ.
یادې راډیو له برید مخکې د سهار له ۶ بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو د اف ام په څپو خپرونې درلودلې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز یاد برید په کلکو ټکو غندي او د افغانستان له دولت څخه غواړي، څو د یاد برید د ترسره کوونکو په نیولو سره د یادې راډیو او کارکوونکو خونديتوب تأمین کړي.

