۱۳۹۲ د زمري ۶مه
په کابل کې د یو خبریال له وهلو ډبولو دوه ورځې وروسته، د پلخمري مخکني ښاروال یو شمېر کسانو د تنویر سیمهییز تلويزیون خبریال او وېډیو اخيستونکي وهلي او موټر او کاري وسايل یې له ځانه سره وړي دي.
د تنویز تلویزیون د امتیاز څښتن او مسؤول مدير شیر محمد جهش د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وويل، دا پېښه یک شنبه د سهار شاؤخوا ۹:۳۰ بجې د ښار په منځ کې رامنځته شوې ده.
هغه وویل:« د تنویر تلویزیون خبریال حمید شیرزی او وېډیو اخيستونکی حامد رسولي د نوي ښاروال د پېژندنې له غونډې څخه د راګرځېدو پر مهال، د درېیو وسله والو کسانو له خوا تر برید لاندې راغلل او د هغوی له لوري ووهل شول.»
د جهش په وینا، برید کوونکو د دواړو له وهلو ډبولو وروسته د هغوی موټر او د فیلم اخیستنې کامرې، انځور اخیستنې کامرې، د غږ ثبتولو دوو دستګاوو او د پېژندنې کارټونو په ګډون کاري وسایل هم له ځانه سره وړي دي.
د تنویر غیر دولتي تلویزیون د مسؤول مدیر د معلوماتو له مخې، حمید شیرزی د مخ او لاسونو په برخه کې ټپي شوی دی او حامد رسولي هم د وهلو ډبولو سربېره ټپي شوی دی.
شیر محمد جهش روښانه کړه، برید کوونکي چې د پلخمري د مخکني ښاروال سيد مقصود سادات دوه ساتونکي او موټر چلونکي دي، پېژندل شوي دي او د هغوی انځورونه په واک کې لري.
د پلخمري مخکني ښاروال سید مقصود سادات تر اوسه نه دی حاظر شوی، څو په دې تړاو خپل نظر ورکړي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د بخدي خبري اژانس خبریال د پروان د والي عبدالبصیر سالنګي او ملګرو له لوري په کابل ښار کې وهل ډبول شوی وو.
د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۰مه نېټه هم په یو ورته پېښه کې د ۳ ورزشي تلویزیون وېډیو اخیستونکی او د نګاه تلویزیون وېډیو اخیستونکی غضنفر حیدري د ملي المپیک کمېټې رئیس عبدالظاهر اغبر ته منسوب کسانو له لوري وهل ډبول شوي وو.
خو له یادو پېښو سره سره تر اوسه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی او یایې یادې قضیې د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې نه دي څېړلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز یو ځل بیا د ټولو هغو کسانو او بنسټونو څخه، چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د کار څرنګوالي په تړاو نیوکې لري غواړي، څو خپل شکایت په مدني توګه د ټولیزو رسنیو کمیسیون له لوري تعقیب کړي او له هر ډول تاوتريخوالي او ګواښونو څخه ډډه وکړي.
په افغانستان کې د بیان ازادي او ازاد رسنیز فعالیت د دفاع په برخه کې دا فعاله بنسټ، د رسنیزو چارو کارکوونکو پر وړاندې د وروستیو له تاوتريخوالي ډکو پېښو رامځته کېدل، د دولتي چارواکو او سیمهییزو زور واکانو له لوري په ښکاره توګه له قانون څخه سرغړونه بولي او
د دې قانون ماتونو په تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر دې معنی داره غلي پاتې کېدو د نیوکې ترڅنګ له جمهور رئیس حامد کرزي څخه غواړي څو یاد وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

