جاپاني خبریال: زما تښتوونکي افغان سرتیري وو

سه شنبه، ۱۳۸۹ د وږي ۱۶

جاپاني تښتول شوی خبریال خپل هېواد ته له رسېدو وروسته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د نوموړي تښتوونکي افغان سرتیري وو او داسې یې ښکاره کوله چې د طالبانو د ډلې غړي دي.

«کزوکه تسونئوکا» چې څه باندې پنځه میاشتې په بند کې تېرې کړي د روانې اوونۍ له شنبه څخه تر دوشنبه پورې په کابل کې د جاپان په سفارت کې د مراقبت لاندې و.

د کندوز والي محمد عمر ویلي و، چې تسونئوکا د طالبانو له لوري تښتول شوی و او یادې ډلې د نوموړي د خوشې کېدو په بدل کې په کابل کې د جاپان له سفارت څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.

خو تسونئوکا په یو پیغام کې چې د «تویېټر» په سايت کې خپور شوی ویلي دي:« د نوموړي تښتوونکي طالبان نه وو بلکې د سرتېرو یوه فاسده ډله وه.»

« هغوی په ګواښ سره د جاپان له دولت څخه ځينې غوښتنې درلودلې او داسې یې ښکاره کوله، چې طالبان دي.»

هغه وویل چې وېرېدلی و، که په دې تړاو خبرې وکړي وبه وژل شي.

په داسې حال کې، چې جاپاني رسنیو د تسونئوکا د ازادۍ په لومړیو کې ویلي وو، چې په کابل کې د یاد هېواد سفارت له طالبانو سره اړیکې درلودلې او طالبانو د تسونئوکا د خوشې کولو په بدل کې د سلکونو زرو ډالرو غوښتنه درلودله.

خو سره له دې، د جاپان د دولت یو لوړ پوړي چارواکي یوشیتو سن ګوکو وویل:« د جاپان دولت او د تښتول شوي خبریال کورنۍ د کزوکه تسونئوکا د خوشې کولو په بدل کې تښتوونکو ته هېڅ پیسې نه دي ورکړي‌.»

۴۱ کلن کزوکه تسونئوکا په جنګ ځپلو سیمو لکه چچن، عراق او افغانستان کې کاري سابقه لري او ۹ کاله وړاندې په ګرجستان کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وتښتول شو، چې وروسته بيا د ګرجي پوځي ځواکونو په عملیاتو کې ازاد شو.