۱وږی ۱۳۹۱
کابل-نیویارک ټایمر ورځپاڼې د افغان خبریال سلطان احمد منادي، چې درې کاله دمخه کندز ولایت کې ووژل شو، د اولادونو زده کړو ملاتړ په موخه د مرستې ټولو لو صندوق جوړ کړو
۳۴ کلنی سطان محمد منادي د ۱۳۸۸ لمریز کال وږې میاشتې په ۱۸ نېټه د کندز ولایت چهار درې ولسوالۍ کې د بریتانوي ځواکونو عملیاتو کې ژوند له لاسه ورکړ خو بهرنی همکار استفان فارل یې خوشې شو.
نیویارک ټایم ورځپاڼې اعلان کړی، چې اوس مهال د منادي کورنۍ لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره بسپنه شته مګر ملګرو او همکارانو یې پرېکړه کړې، د دې ورځپاڼې لوستونکو څخه د مرستې غوښتو له لارې د دې خبریال او لادونو زده کړو لپاره د ملاتړ صندق جوړ کړي.
ویل شوي دي منادي باور درلود چې د زده کړو ترلاسه کول د افغانستان د ثبات کلي ده.
د منادي همکارانو او ملګرو ویلي د منادي دوه زامنو ته د زده کړې زمینه برابرول د منادي د هیلو پوره کولو ښه لار ده.
د زده کړو ملاتړ دې صندوق کې هغه مرستې شاملې دي، چې د منادې له وژل کیدو وروسته د دې ورځپاڼې لوستونکو له لورې ډالۍ شوي دي او یا اوسمهال نیویارک د هغه د ملګرو او همکارانو له خوا ورکول کیږي.

