کندوز، ۱۳۸۹ د غویي ۲۲مه
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ننګرهار ولایت د انعکاس خصوصي راډیو خبریال مزمل صادقي، وژل غندو.
۲۴ کلن مزمل صادقي په شمالي حوزه کې د انعکاس راډیو د خبریال په توګه کار کاوه او ورته مهال په کندوز پوهنتون کې د ادبیاتو زده کړيال هم و.
د کندوز د پولیسو مطبوعاتي مسؤول باید سرور حسیني وویل، چې مزمل دوه اوونۍ وړاندې د عبدالله مجاهد په نوم د کندوز پوهنتون د یو بل زده کړه يال سره یوځای د کندوز علي اباد ولسوالۍ پر لاره نادرکه شوي وو او د یادو ځوانانو جسدونه د جمعې په ورځ د غویي په ۲۰مه په چهاردرې ولسوالۍ کې د اوبو د يوې ويالې پر غاړه وموندل شول.
تر اوسه هېڅ کس او یا ډلې د دې پېښې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو د کندوز د پولیسو مطبوعاتي مسؤول وویل، چې یو کس د یادې پېښې په تور نیول شوی دی او تر څېړنو لاندې دی.
د انعکاس راډیو مسؤول مدير نصرت الله نصرت د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې مزمل صادقي له درېیو میاشتو راهیسې د یادې راډیو د خبریال په توګه کار کاوه.
د هغه په وینا، مزمل د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و او په کندوز پوهنتون کې یې د زده کړو ترڅنګ د خبریالي اصولو په پام کې نیولو سره د شمالي ولایتونو اړوند خبرونه او راپورونه، جوړول.
انعکاس خصوصي راډیو په ۱۳۹۰ لمریز کال کې په جلال آباد ښار کې جوړه شوه او اوس مهال یې خپرونې پر ننګرهار سربېره د لغمان ولایت په ځینو سیمو، کونړ، خوست، پکتیا، نورستان او حتی د پاکستان په ځینو قبایلي سیمو کې هم اورېدل کېږي.
دا د خبریالانو د وژنې دوهمه پېښه ده، چې د تېرو څلورو په موده کې په کندوز ولایت کې ترسره کېږي.
د نیویارک ټایمز ورځ پاڼې همکار سلطان محمد منادي د ۱۳۸۸ د وږي په ۱۸مه د بریتانیایي ځواکونو د ژغورنې په عملیاتو کې د کندوز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې ووژل شو، خو د هغه بهرنی همکار استفان فارل ازاد شو.
منادي او د یادې ورځ پاڼې انګلیسي-ایرلنډي خبریال استفان فارل د طالبانو له لوري یرغمل شوي وو.

