د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون

لومړی فصل

عمومي حکمونه

مبني

لومړۍ ماده : دغه قانون د اسلام د سپېڅلي دین د اصولو او حکمونو له په پام کې نیولو او د اساسي قانون د څلور دېرشمې مادې له حکم سره سم او د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلامیې نولسمې مادې ته په پام سره د فکر او بیان د آزادۍ د حق د تأمینولو او په هېواد کې د ټولیزو رسنیو د فعالیت د تنظیمولو په مقصد وضع شوی دی.

موخه

دويمه ماده : د دې قانون موخې عبارت دي له:

۱ــ د فكر او بيان د آزادۍ د حق ملاتړ او تضمین.

۲ــ  د ژورنالیستانو د حقوقو  ملاتړ او د رسنیو د آزاد فعالیت د شرایطو تأمینول.

۳ــ د آزادو، خپلواكو او زيات پلويو (كثرت غوښتونکو) ټوليزو رسنيو د وسایلو رواجول او پرمختيا.

۴ــ د هیواد د اتباعو د فکر او احساس د څرګندولو او د وینا، لکنې، رسم، تصویر، په فیته کې د ثبتولو، تمثیل، حرکت او  نورو علمي، ادبي، هنري او چاپ او خپرولو د پدیدو په واسطه په عادلانه توګه د حقایقو د انعکاس د مناسبو زمینو برابرول.

۵ــ د اسلام د مبين دين د حكمونو په پام كې نيولو سره، د بشر د حقوقو په نړيوال ميثاق كې مسجل د بيان او ټوليزو رسنيو د آزادۍ د اصل په پام کې نیول.

۶ــ د ټولیزو رسنیو د وسایلو له سالمې ودې سره د مرستې په منظور په داسې ډول چې وکولای شي په هیواد کې د صحیحو خبرونو، اطلاعاتو، زده کړې او روزنې د خپرولو او د علم او ثقافت د غوړېدو اغېزمن وسایل وي، د خلکو نظریې له ژورنالیستیکي معیارونو، اصولو او ارزښتونو(صداقت، ناپلوۍ او توزان) سره سم منعکس کړي.

اصطلاح ګانې

درېيمه ماده :په دې قانون كې لاندنۍ اصطلاحګانې دغه مفاهيم لري:

۱ــ رسنۍ: له لاندنیو وسايلو څخه په گټې اخيستنې سره د پیغام، معلوماتو او اطلاعاتو د لېږدونې وسیله ده:

ــ برېښنایي رسنۍ : راډیو، ټلویزیون، کېبلي شبکه او انټرنټ.

ــ چاپي رسنۍ: ورځپاڼه، جریده(اووه نیزه، پنځلس ورځنۍ خپرونه، میاشتنۍ، ګاهنامه(تقویم)، فصل نامه، کلنۍ، پوسټر او خبرنامه).

۲ــ په دې قانون کې ټولیزې رسنۍ په لاندې ډولونو ویشل کېږي:

ــ عامه رسنۍ: هغه رسنۍ ده چې په عامه خلکو پورې اړه  لري او  د دولت، د اعلانونو د خپرولو او د خدمتونو د وړاندې کولو له لارې تمویلېږي.

ــ خصوصي رسنۍ: هغه رسنۍ ده چې په حقیقي اشخاصو، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي سازمانونو پورې اړه لري او د هغوی لخوا سمبال او تمویلېږي.

۳ــ ژورنالیست: هغه حرفوي او مسلکي شخص دی چې د رسنیو له لارې خپره نیز مواد او محتوي(منځپانګه)، برابر او وړاندې کوي.

۴ــ مطبعه: هغه اقتصادي او تخنیکي دستګاه ده چې چاپي خدمتونه سرته رسوي.

۵ــ طابع: هغه حقیقي یا حکمي شخص دی چې د ملکیت پربنسټ یا د مالک په استازیتوب د مطبعې چارو متصدي وي.

۶ــ ناشر( خپرونکی): هغه حقیقي یا حکمي شخص دی چې د غیر متوقوتو آثارو د چاپولو او خپرولو اجازه لري.

۷ــ خپرول: د ټولیزو رسنیو له لارې د پیغام او خبر د لیږدونې عملیه ده.

۸ــ د فلم د تولید مؤسسه: هغه ټولنه ده چې د خپلې اساسنامې او موخو په رڼا کې مستند او سینما یي فلمونه، عکس او سلایډ تولیدوي.

۹ــ خپره نیزه مؤسسه: هغه حکمي شخصیت دی چې د اساسنامې له مخې تأسیس او د برېښنایي، چاپي، موقوتو او غیر موقوتو رسنیو خپرونې، له خپلو مخو سره سم چاپ او خپروي.

۱۰ــ د ژورنالیزم روزنیزه ټولنه: هغه ټولنه ده چې په لنډ مهاله یا اوږد مهاله توګه د ژورنالیزم په مسلکي روزنې لاس پورې کوي.

۱۱ــ دارالترجمه: هغه حکمي مؤسسه ده چې له اساسنامې سره سم حق لري مطالب او مضمونونه له یوې ژبې څخه بلې ته وژباړي.

۱۲ــ د خبر رسونې آژانس: هغه حکمي شخصیت دی چې د اړیکیو په برخه او د اطلاعاتو په راټولولو او رسولو کې فعالیت کوي.

۱۳ــ د تبلیغاتو او اعلاناتو شرکت: هغه سوداګریز حکمي شخصیت دی چې له اساسنامې سره سم په تبلیغاتو او اعلانونو لاس پورې کوي.

۱۴ــ د نسخې اخیستنې حق( کاپي رایټ): د ثبت شویو خپرونو د معنوي مالکیت او د امتیاز د حق لرل دي چې له منل شویو معیارونو سره سم د جلا قانون په واسطه تنظمیږي.

۱۵ــ د امتیاز خاوند: هغه حقیقي یا حکمي شخص دی چې د برېښنایي، چاپي ټولیزو رسنیو، د ژورنالیزم د روزنیز مرکز، مطبعې، خپره نیزې مؤسسې، دارالترجمې، د خبر رسونې آژانس، د فلم جوړولو مؤسسې او د تبلیغاتو او اعلانونو د شرکت په تأسیس او تدویر لاس پورې کوي.

۱۶ــ مسؤل مدیر:هغه شخص دی چې په بالفعل ډول د دغې مادې په په (۱۵) جز کې په درج شویو مؤسسو پورې د اړوندو خپره نیزو چارو مسؤلیت پرغاړه لري.

۱۷ــ راډیو: د ټولیزو اړیکیو او خبر رسونې سمعي وسیله ده.

۱۸ــ ټلویزیون: د ټولیزو اړیکیو او خبر رسونې سمعي او بصري وسیله ده.

۱۹ــ کېبلي شبکه: سمعي او بصري ټولیزه رسنۍ ده چې ګډونوالو ته ملي او بین المللي اطلاعاتي، ښوونیز، روزنیز، فرهنګي او تفریحي پروګرامونه وړاندې کوي.

۲۰ــ اعلانونه: حقیقي او حکمي اشخاصو ته د یو ډول سمعي او بصري خدمتونو وړاندې کولو دي چې په برېښنایي او چاپي ټولیزو رسنیو کې د پیسو او یا متقابلو خدمتونو په بدل کې ترسره کیږي.

۲۱ــ مرسته: د حقیقي یا حکمي اشخاصو له خوا د هرډول مرستې اجراء ده چې د ټولیزو رسنیو د مادي یا معنوي پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي.


دوه یم فصل

حقوق او مکلفیتونه

د فکر او بیان آزادي

څلورمه ماده:

(۱) هر شخص د فکر او بیان د آزادۍ حق لري.

د دولتي چارواکو له خوا له لاس وهنې محدودیت او تهدید پرته د قانون د حکمونو په حدودو کې د معلوماتو، اطلاعاتو او نظریو غوښتنه، ترلاسه کول او لېږدول په دې حق کې شامل دي. په دې حق کې د معلوماتو د خپرولو، ویشلو او ترلاسه کولو د وسایلو آزاد فعالیت هم شمالېږي.

(۲) دولت، د ټولیزو رسنیو د آزادۍ ملاتړ، پیاوړې او تضمینوي یې.

د دولت او دولتي ادارو په ګډون هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نشي کولای د خبري یا معلوماتي رسنیو آزاد فعالیت منع، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا په بل ډول د ټولیزو او معلوماتي رسنیو د خپرونو په چارو کې لاس وهنه وکړي، خو د دغه قانون له حکمونو سره سم.

د معلوماتو غوښتل

پنځمه ماده: هر شخص حق لري، معلومات وغواړي او ترلاسه یې کړي.

دولت د هېواد د اتباعو له غوښتنې سره سم، هغه معلومات چې غوښتل کېږي، د هغوی په واک کې ورکوي. خو داچې غوښتل شوي معلومات محرم وي او افشاء کول یې د هیواد امنیت، ملي ګټې او ځمکنۍ بشپړتیا په خطر کې واچوي او یا د نورو حقوقو ته زیان ورسوي.

قانوني ملاتړ

شپږمه ماده:

(۱) ژورنالیستان د انتقادي رپوټونو او نظریو په خپرولو پورې د اړوندو مسلکي فعالیتونو ترسره کولو کې تر قانوني ملاتړ لاندې نول کېږي.

(۲) ژورنالیستان حق لري د خپلو معلوماتي سرچینو له څرګندولو څخه ډډه وکړي؛ خو دا چې واکمنې محکمې د هغو د څرګندولو په هکله حکم کړی وي.

د ځواب ورکولو حق

اوومه ماده:

(۱) هر حقیقي یا حکمي شخص چې د یوې ټولیزې رسنۍ له خوا پری تعرض وشي د هغه شخصیت اعتبار او مادي ګټې زیانمنې شي حق لري د هغه د رد ځواب په هم هغې رسنۍ کې ورکړي.

(۲) اړونده رسنۍ دې له ځنډ پرته ځواب په وړیا توګه د هم هغې رسنۍ په وروستي ګڼه یا خپرونه کې خپور کړي.

(۳) ورکړل شوی ځواب دې له جرمي ماهیت څخه پاک وي او په هغې رسنۍ کې په ادعا شوې موضوع پورې منحصر وۍ او په لیکنی بڼه دې د زیانمن او یا د هغه د وکیل په لاسلیک د ټولیزې رسنۍ مسؤل مدیر ته وسپارل شي.

(۴) د ځواب د نه خپرولو په هکله هر ډول شکایت اړوند کمېسیون ته راجع کېږي.

(۵) د ملی شوري د غونډو او علني محکمو د بهیر د رپوټ په هکله د ځواب حق صدق نه کوي؛ خو دا چې د نوموړو عونډو بهیر د یوې رسنۍ لخوا تخرف شوی وي.

د ځواب نه خپرول

اتمه ماده: ټولیزې رسنۍ په لاندې مواردو کې کولای شي د ځواب له خپرولو څخه ډډه وکړی:

۱ــ ځواب د بحث له موصوع څخه بهر وي.

۲ــ ځواب له نوي ورځو ځنډ وروسته رسني ته رسیدلی و.

صنفی جوړښت

نهمه ماده: ژورنالیستان او د ټولیزو رسنیو نور غړي کولای شي د اړوندو صنفي ګټو د دفاع په موخه د قانون له حکمونو سره سم خپلواکې صنفي اتحادیې، ټولنې او مرکزونه جوړ کړي.


درېیم فصل

د چاپي رسنیو تأسیس

د رسنیو تأسیسېدل

لسمه ماده:

(۱) د هېواد اتباع، سیاسي ګوندونه، ټولنیز سازمانونه، کورنۍ غیر دولتي مؤسسې او د بهرنیو هېوادونو پناه غوښتونکي او دولتي ادارې کولای شي د دغه قانون له حکمونو سره سم چاپي رسنۍ تأسیس کړي.

(۲) په افغانستان کې بهرنۍ سیاسي نمایندګۍ د دیپلوماتیکو موازینو په پام کې نیولو سره کولای شي د خبرنامې په چاپولو او خپرولو سلاس پورې کړي.

(۳) د نړیوالو او بین الحکومتي مؤسسو نمایندګۍ کولای شي د خپل کار په ساحو کې د اړوندو وزارتونو او ټولنو په مخکنۍ خبرتیا سره په علمي څېړنو او د موقوتو او غیر موقوتو خپرونو په چاپولو او خپرولو لاس پورې کړي.

(۴) رپوټونه او علمي څېړنې دې د اړوندو وزارتونو او ټولنو د مخکنۍ خبرتیا په اساس صورت ومومي.

(۵) هغه بهرنۍ غیر دولتي مؤسسې( NGOS) چې د قانون له حکمونو سره سم جوړې شوې وي، په هغه صورت کې چې مسؤل مدیرئې د افغانستان له اتباعو څخه وي، کولای شي د خپل تخصصي کار په ساحه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اجازې له ترلاسه کولو وروسته، د موقوتو او غیر موقوتو خپرونو په خپرولو لاس پورې کړي.

(۶) د دغه قانون د درېیمې مادې په دوه یم جزء کې درج شوې رسنۍ له دمخه ثبت څخه پرته تأسیس او خپرېدلای شي.

په هغه صورت کې چې خپرونه مخکې له ثبت څخه خپره شوې وي، د امتیاز خاوند مکلف دی چې د دوو اوونیو په ترڅ کې خپله خپرونه د دغه قانون له حکمونو سره سم ثبت کړي.

د پتې او نورو مشخصاتو درلودل

یولسمه ماده: چاپي رسنۍ د خپرونې د نوم، مشخصې پتې، د مطبعې د نوم او ځای، د امتیاز د خاوند او مسؤل مدیر نومونو او د هغې د خپرېدو د نېټې درلودونکی وي.


څلورم فصل

د برېښنایي ټولیزو رسنیو تأسیسول

 

د برېښنایي رسنۍ تأسیسول

دولسمه ماده: د هېواد اتبادع، سیاسي ګوندونه، ټولنیز سازمانونه، غیردولتي مؤسسې او کورني خصوصي شرکتونه او دولتي ادارې کولای شي ددغه قانون له حکمونو سره سم برېښنایي رسنۍ تأسیس کړي.

عامه برېښنایي رسنۍ

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون

دیارلسمه ماده: د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د افغانستان په ملت پورې اړوند ټولیزه رسنۍ ده چې د اجرائیه قوې په چوکاټ کې د یو مستقل ریاست په توګه فعالیت کوي او بودجه یې د حکومت، اعلانونو او د خدمتونو د وړاندې کولو له لارې تأمینېږي.

* ــ د سترې محکمې عالي شوری د خپل ۲۶/۱/۱۳۸۸ نېټې د (۶) ګنې له قضایي قرار سره سم، د ټولیزورسنیو د قانون د دیارلسمې مادې دوه یم پراګراف چې داسې څرګندوي: ((د ملي راډیو تلویزیون د رئیس ټاکل دولسي جرګې په تائید د جمهور رئیس لخوا صورت مومي)) ، د افغانستان د اساسی قانون خلاف تشخیص کړی دی.

د ملي راډیو ټلویزیون د ادارې موقعیت

څوارلسمه ماده: د ملي راډیو ټلویزیون مرکزي اداره په کابل ښار کې موقعیت لري او سیمه ییزې ادارې یې په ولایاتو کې مستقرې دي.

دندې او مکلفیتونه

پنځلسمه ماده: د ملي راډیو ټلویزیون اداره مکلفه ده خپلې خپرونې د اسلام د مبین دین د حکمونو او اصولو په رڼا کې، د افغانستان د ملت له ملي او معنوي ارزښتونو سره سمې عیارې کړي او په خپلو خپرونو کې خبر رسونه او د دیني، علمي، فرهنګي او اقتصادي ښوونې او رواني او اخلاقي امنیت تعمیمول په پام کې ونیسي.

ملي او دیني خپرونې

شپاړسمه ماده: د ملي راډیو ټلویزیون اداره دې د بشپړې نا پلوۍ له په پام کې نیولو سره د هیواد د ملي یوالي د ټینګښت او دیني او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره خپلې خپرونې په داسې توګه تنظیم کړي چې د هېواد د ټولو مېشتو قومونو د فرهنګ، ژبې، دیني او مذهبي عقیدې منعکسوونکې وي.

د اضطرار په حالاتو کې د راډیو تلویزیون اداره

اولسمه ماده: د اضطرار په حالاتو کې د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون اداره په بشپړه توګه د جمور رئیس تر نظر لاندې عمل کوي.

د برنامو خوندي کول

اتلسمه ماده: د ملي راډیو ټلویزیون اداره مکلفه ده؛ ترڅو خپلې ټولې ثبت او ضبط شوې خپرونې د ملي راډیو ټلویزیون په آرشیف کې خوندي کړي.

غیردولتي برېښنایي ر سنۍ

نولسمه ماده: د خصوصي راډیو او ټلویزیونو نو ادارې خپل فعالیتونه د دې قانون د حکمونو په رڼا کې سرته رسوي.

د اصولو په پام کې نیول

شلمه ماده: د خصوصي راډیو او ټلویزیونونو ادارې مکلفې دي چې په خپلو خپرونو کې د اسلام د سپېڅلي دین اصول او حکمونه او د افغانستان د ملت ملي، معنوي او اخلاقي ارزښتونه او رواني امنیت په پام کې ونیسي.

د خصوصي راډیو او ټلویزیونونو آزادي

یوویشتمه ماده: د خصوصي راډیو او ټلویزیونونو ادارې د دغه قانون د حکمونو له په پام کې نیولو سره د خپلو ټولو پروګرامونو په برابرولو او تدوینولو کې خپلواکې دي.

د انډول په پام کې نیول

دوه ویشتمه ماده: د خصوصي راډیو او ټولیزیونونو ادارې دې د اړخونو او سیاسي شخصیتونو یو د بل پر وړاندې په موضع ګیرۍ کې انډول مراعات کړي او د دواړو خواوو نظریات دې په نا پلوه توګه خپاره کړي.

د ضبط شوو مطالبو ساتل

درویشتمه ماده: د خصوصي راډیو او ټلویزیونونو ادارې مکلفې دي چې خپلې ټولې ثبت او ضبط شوې خپرونې په خپلو آرشیفونو کې لږ ترلږه تر درې کالو پورې خوندي کړي.

د ادعا حق

څلېرویشتمه ماده: که چېرې حقیقي یا حکمي شخص په لیکلې توګه ادعا وکړي چې حق یې د یوې ټولیز رسنۍ په پروګرام کې ضایع شوی دی کولای شي هغه په خپل مالي لګښت د هغې رسنۍ آرشیف څخه تکثیر او د ګټې اخیستنې وړ وګرځوي.

د برېښنایي رسنیو د مسؤلو مدیرانو مکلفیت

پنځه ویشتمه ماده:

(۱) برېښنایي ډله ییزو رسنیو مسؤل مدیران دې په خپلو زده کړه ییزو خپرونو کې دیني، اخلاقي، روغتیایي، د ژوند چاپیریال، د پوهنې د اهمیت او د مخده توکو دکر کېلې، تولید او مصرف او د مسکراتو د استعمال د زیان مسئلو ته ځای ورکړي.

(۲) د برېښنایي ټولیزو رسنیو مسؤل مدیران مکلف دي چې د خپلو شبکو له لارې پنځه وخته آذان خپور کړي او د خپلو خپرونو په ترتیب کې د اسلامي سپېڅلو ورځو او د روژې د مبارکې میاشتې تقدس په پام کې ونیسي.


پنځم فصل

د ټولیزو رسنیو مالي سرچینې

د تمویل سرچینې

شپږویشتمه ماده:

(۱) ټولیزې رسنۍ کولای شي د دې قانون له حکمونو سره سم له لاندې لارو څخه ځان تمویل کړي:

۱ــ د حقیقي یا حکمي اشخاصو، کورنیو او بهرنیو تولیدي او سوداګریزو شرکتونو، سیاسي او فرهنګي ټولنو او سیاسي ګوندونو د اعلانونو، پیغامونو او سیاسي، دیني، مذهبي او ټولنیزو برنامو خپرول.

۲ــ له هغو حقیقي یا حکمي اشخاصو، نړیوالو او ملي مرسته کوونکو مؤسسو څخه د بسپنې اخیستل چې د ټولیزو رسنیو د پرمختیا لپاره فعالیت کوي.

(۲) د ټولیزو رسنیو مسؤل مدیران مکلف دي چې خپل کلنی مالي رپوټ د رسنیو عالي شوي او مالیې وزارت ته وړاندې کړي.

(۳) د عوایدو سرچینې او مبالغ باید روښانه شفاف وي.

(۴) د بیې په بدل کې حقیقي او حکمي اشخاصو ته د مسلکي او تخصصي خدمتونو برابرول.


شپږم فصل

د مطبعو او فرهنګي مؤسسو تأسیس

د تأسیس حق

اووه ویشتمه ماده: د هیواد اتبادع، سیاسي ګوندونه، ټولنیز سازمانونه، غیردولتي کورني او بهرني شرکتونه او مؤسسې او د دولتي ادارې حق لري د دغه قانون له احکامو سره سم مطبعې، د فلم د تولید، خپره نیزي، د ژورنالېزم د زده کړې، دارالترجمې، د خبر رسوونکي آژانس مؤسسې د اعلانونو او تبلیغاتو شرکتونه تأسیس کړي.

د فعالیت جواز

اته ویشتمه ماده: د هېواد ابتاع، سیاسي ګوندونه، ټولنیز سازمانونه، کورني او بهرني خصوصي شرکتونه او مؤسسې چې د دغه قانون اووه ویشتمې مادې درج شوې مؤسسې تأسیسوي، مکلف دي د هغو د فعالیت جواز د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه ترلاسه کړي.

اووم فصل

د امتیاز خاوند، شرطونه او مکلفیتونه

د امتیاز خاوند

نهه ویشتمه ماده: ټولیزې رسنۍ او ددغه قانون په اووه ویشتمې مادې کې درج شوې مؤسسې د امتیاز خاوند لرونکې وي.

د امتیاز د خاوند شرطونه

دېرشمه ماده: د ټولیزو رسنیو او د دغه قانون په اووه ویشتمې مادې کې د درج شوو مؤسسو د امتیاز خاوندان د لاندې شرایطو لرونکي وي:

(الف) حقیقي اشخاص.

۱ــ د هېواد د تابعیت سندلرل.

۲ــ د اتلس کلني عمر بشپړول.

۳ــ د واکمنې محکمې د حکم پر بنسټ له مدني حقونو څخه نه بې برخې والی.

(ب) حکمي اشخاص

۱ــ د دولت په اړوندو ادارو کې ثبت او راجستر.

۲ــ د اړوندو مسؤلو ادارو له خوا د افغاني هویت تثبیت.

ددغه قانون د لسمې مادې په (۲ او ۳) فقره کې درج شوي اشخاص او ټولنې له دې حکم څخه مستثنی دي.

۳ــ د واکمنې محکمې د حکم پر بنسټ له مدني حقوقو څخه نه بي برخې والی.

بهرني اشخاص او مؤسسې باید د خپل متبوع هېواد د تابعیت سند ولري.

د اساسنامې لرل

یو دېرشمه ماده: د ټولیزو رسنیو او د دغه قانون په اووه ویشتمې مادې کې د درج شوو مؤسسو د امتیاز خوندان مکلف دي د خپلو رسنیو یا مؤسسو او د هغو د فعالیتونو د څرنګوالي په هکله په اړونده اساسنامه کې لازم معلومات چې موخې، تشکیل، واکونه او د دندې، د پانګې مقدار او مالي سرچینې په برکې ونیسي، تنظیم کړي.

د فرهنګي رسنیو او مؤسسو ثبتول

دوه دېرشمه ماده: د ټولیزو رسنیو او د دغه قانون په اووه ویشتمې مادې کې د درج شوو مؤسسو د امتیاز خاوندان مکلف دي چې خپلې رسنۍ او مؤسسې د دغه قانون له درج شوو حکمونو سره سم ثبت کړي.

د رسنیو او فرهنګي مؤسسو د ثبت لپاره د معلوماتو وړاندې کول

دري دېرشمه ماده: د ټولیزو رسنیو او ددغه قانون په اووه ویشتمې مادې کې د درج شوو مؤسسو د امتیاز خاوندان مکلف دي د لاندنیو معلوماتو لرونکی بیان لیک، د ثبتولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړاندې کړي:

۱ــ بشپړه پیژندګلوي.

۲ــ د فعالیت څرنګوالی.

۳ــ د رسنۍ نوم.

۴ــ د هغې د فعالیت ځای.

۵ ــ د فعالیت موخه او مرام.

۶ــ د تمویل سرچینه او د پانګې اندازه.

۷ــ په چاپي رسنیو کې: تیراژ، ژبه، ډول، خپرنیزه محتوي د چاپ وخت، قطع او صحافت.

۸ ــ په برېښنایي رسنیو او ددغه قانون په اووه ویشتمې مادې کې په درج شوو مؤسسو کې د ماشینونو او تجهیزاتو د کمیت او کیفیت تثبیتول.

د پتې او ځانګړي نښان درلودل

څلور دېرشمه ماده: ټولنيزې رسنۍ او  د دغه قانون په اووه ويشتمې مادې کې درج شوې مؤسسې د پتې، مهر او ځانګړي نښان لرونکي وي.

محکمې ته د مراجعې حق

پنځه دېرشمه ماده: که چېرې د امتياز خاوند د جواز د نه ثبت يا صادرولو په هکله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تصميم د قانون د حکمونو مغاير وبولي، کولای شي اړوند کمېسيون ته مراجعه وکړي. د نه قناعت په صورت کې کولای شي د محکمې پر وړاندې دعوي اقامه کړي.

د ملکيت او د فعاليت د امتياز لېږدول

شپږدېرشمه ماده:

۱ – د ټولنيزو رسنيو او د دغه قانون په اووه ويشتمې مادې کې د درج شوو مؤسسو د ملکيت او د فعاليت د امتياز لېږدول (پلورنه، هبه، ميراث) مجاز دي.

۲ – د فعاليت د امتياز حق هغه شخص ته لېږدول کېدای شي چې په دې قانون کې د درج شوو شرطونو لرونکی وي.

۳ – بل شخص ته د رسنيو او پورته ذکر شوو مؤسسو د ملکيت يا د امتياز د حق د خرڅلاو او يا د هغو د هبې په صورت کې د دغه قانون په حکمونو کې درج شوي مراتب، بيا تطبيقيږي.

۴ – د امتياز د خاوند د مړينې يا د حقوقي اهليت د دلاسه ورکولو په صورت کې د مادي ملکيت په هکله د دې قانون او مدني قانون له حکمونو سره سم اجراآت کېږي او معنوي امتياز يې هغه شخص ته لېږدول کېږي چې وارثان ورسره موافقه ولري او د دغه قانون په حکمونو کې درج شوي شرطونه ولري.


اتم فصل

مسئول مدیر او د هغه شرطونه او مکلفیتونه

د مسئول مدیر درلودل

اووه دېرشمه ماده: ډله ییزې رسنۍ او ددغه قانون په اووه ویشتمې مادې کې درج شوې مؤسسې د مسئول مدیر لرونکې وي.

د مسئول مدیر د ټاکنې شرطونه

 

اته دېرشمه ماده: هغه شخص د مسئول مدیر په توګه  ټاکل کیدای شي چې لاندني شرطونه ولري:

۱ــ د هېواد د تابعیت د سند لرل.

۲ــ  د یو ویشت کلني عمر بشپړول.

۳ــ د مسلکي زده کړو د سند لرل یا ددرې کلنۍ مسلکي تجربې لرل.

۴ــ  د واکمنې محکمې په حکم له مدني حقوقو څخه نه بې برخې والی.

د مضمونونو له خپرولو څخه مسئولیت

نهه دېرشمه ماده: مسئول مدیر په ډله ییزو رسینو او د دغه قانون په اووه ویشتمې مادې کې په درج شوو مؤسسو کې د خپلو مضامینو، د برنامو د محتویاتو او هنري، زده کړه ییزو او تبلیغاتي پروګرامونو د تولید په وړاندې مسئول دی.

د انتقاد کوونکي او انتقاد کېدونکي د حقوقو په پام کې نیول

څلویښتمه ماده:  مسؤل مدیر مکلف دی چې په اړونده چاپي او برېښنائي رسنۍ کې د انتقاد کوونکي او انتقاد کېدونکي د حقوقو برابري په پام کې ونیسي.


نهم فصل

د رسنیو عالي شورا

د رسنیو د عالي شورا جوړښت

یوڅلوېښتمه ماده:

(۱) د ډله ییزو رسنیو عالي شورا، د رسنیزې پالیسۍ د طرحې او تدوین په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وزیر، د مخابراتو وزارت د مسلکي معین، د سترې محکمې د استازي، د عدلیې وزارت د استازي، له مشرانو جرګې څخه د دوو تنو، له ولسي جرګې څخه د دوو تنو، د علماوو د شورا په استازیتوب د یوهٔ تن جید دیني عالم او د ژورنالیزم د ټولنې د مسلکي او تجربه لرونکو دووتنو ژورنالیستانو او د مدني ټولنې غړو چې د هغوی له خوا وړاندیز شوي وي په ترکیب، د دریو کلنو لپاره جوړېږي.

(۲) د رسنیو د عالي شورا یو غړی د ازادو ټاکنو له لارې د هغوی له منځ څخه د رئیس په توګه ټاکل کېږي.

(۳) د رسنیو د عالي شورا د غړو په توګه د ژورنالیستانو او مدني ټولنې د څلورو تنو غړو د ټاکلو ډول او ددغې شورا د کار او فعالیت څرنګوالی د ځانګړې کړنلارې په وسیله تنظیمېږي.

(۴) د رسنیو عالي شورا د لاندنیو دندو او واکونو لرونکې ده:

۱ــ د اوږد مهالې رسنیزې پالیسۍ طرح کول او تصویب.

۲ــ جمهور رئیس ته د منظورۍ په غرض د مسلکي، خپلواکو او نېک شهرته لرونکو شخصیتونو له منځ څخه د ډله ییزو رسنیو د کمېسیون د رئیس او غړو، وړاندیز.

۳ــ حکومت ته د ملي راډیو تلویزیون د ادارې بودجې وړاندیز او ملي شورا ته د کلني رپوټ وړاندې کول.

د ټولیزو رسنیو کمېسیون

دوه څلوېښتمه ماده:

(۱) د ټولیزو رسنیو د فعالیت د لاښه تنظیم په موخه د اووتنو مسلکي، لوړو زده کړو لرونکو او د ژورنالېزم د تجربې په لرلو او د قومي او جنسیتي جوړښت له په پام کې نیول سره د ټولیزو رسنیو کمېسیون جوړیږي.

(۲) د کمېسیون څلور تنه غړي د دریو کلونو او درې تنه نوریې د دوو کلونو لپاره غوره کېږي.

(۳) د کمېسیون غړي تر دوو ځلو زیات د غوره کیدو حق نه لري.

(۴) د کمېسیون د غړو معاش د قانون مطابق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي.

(۵) د کمېسیون د کار څرنګوالی د ځانګړې کړنلارې په واسطه تنظمېږي.

د ټولیزو رسنیو د کمېسیون دندې

دري څلوېښتمه ماده: ددغه قانون په دوه څلوېښتمه ماده کې درج شوی کمېسیون د لاندنیو دندو او واکونو لرونکی دی:

۱ـ د چاپي رسینو او ددغه قانون په اووه ویشتمه ماده کې د درج شوو مؤسسو غوښتونکو د غوښتنلیکونو څېړنه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د هغو د منظورۍ، ثبت اود جواز د ورکولو وړاندیز.

۲ـ د برېښنایي رسنیو د غوښتونکو د غوښتنلیکونو څېړنه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د هغو د منظورۍ وړاندیز، د مخابراتو وزارت په  موافقې د فریکونسۍ له ټاکلو څخه وروسته.

۳ـ د ټولیزو رسنیو له فعالیت څخه څارنه.

۴ـ له ټولیزو رسنیو څخه د شکایتونو څېړل او دهغو د حقوقي شخړو حل کول.

۵ـ عدلي مراجعو ته د ټولیزو رسنیو د جرمي سرغړونو لېږل.

۶ـ د ټولیزو رسنیو چلونکو ته د تخنیکي مشورو ورکول.

۷ـ د ملي راډیو ټلویزیون د ادارې پرخپرنیزو،اداري او مالي چارو باندې څارنه.

۸ـ د ملي راډیو تلویزیون د ادارې د بودجې تدقیق او د ټولیزو رسنیو عالي شورا ته د هغې وړاندې کول.

۹ـ د ټولیزو رسنیو عالي شورا ته د کلني رپوټ وړاندې کول.

څلور څلوېښتمه ماده:

 (۱) رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدو او په دې برخه کې د پرېکړې لپاره د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په لاندې ترکیب سره جوړېږي:

۱ـ د اطلاعاتو او کلتور وزیر د رئیس په توګه

۲ ـ د رسنیو عالي شورا په تائید، د بشرحقونو خپلواک کمېسیون با صلاحیته استازی د غړي په توګه.

۳ ـ د رسنیو د عالي شورا په تائید د جنسیت په پام کې نیولو سره د  مدني ټولنې دوه تنه باصلاحیته استازي د غړو په توګه.

 ۴ ـ د رسنیو د عالي شورا په تائید، د جنسیت په پام کې نیولو سره د خبریالانو د ټولنو دوه تنه ټاکل شوي باصلاحیته استازي د غړو په توګه.

۵ ـ د رسنیو عالي شورا په تائید له حقوق پوهانو څخه یو تن تجربه لرونکی د غړي په توګه.

۶ـ د رسنیو عالي شورا په تائید د افغانستان د سینماګرانو ټولنې یوتن باصلاحیته استازی د غړي په توګه.

۷- د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رئیس د غړي په توګه.

۸ ـ د علماوو شورا یوتن جید دیني عالم د غړي په توګه.

 (۲) د دې مادې په (۱) فقره کې ذکر شوی کمېسیون، سرغړونې او شکایتونه برسي کوي، شرایطو ته په کتو دې سرغړونکي ته توصیه، اخطار یا د عدلي تعقیب لپاره اړونده ادارو ور وپېژني.

 (۳) د دې مادې په (۱) فقره کې د کمېسیون ذکر شوي غړي د حق الحضور مستحق دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې وړاندیز او د جمهور رئیس له لورې منظوریږي.

 (۴) د  دې مادې په (۳)  فقره ذکر شوی حق الحضور د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بودجې ورکول کېږي.

 (۵) د کمېسیون د کار څرنګوالی د ځانګړې کړنلارې په واسطه تنظمېږي.

د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون کمېسیون

پنځه څلوېښتمه ماده:

(۱) د ملي راډیو ټلویزیون د ادارې د چارو د ښه تنظیمولو په مقصد، د ملي راډیو ټلویزیون کمېسیون د اوو غړو په ترکیب د دریو کلونو لپاره جوړېږي.

(۲) ددغې مادې په لومړې فقره کې د درج شوي کمېسیون په غړو کې د قوم اوجنسیت د انډول له په پام کې نیول سره یو تن دیني عالم، یو تن حقوق پوه، یو تن مسلکي انجینر، یوتن خبریال، یو تن مسلکي هنرمند، یو تن د مدني ټولنې استازی او یو تن د ملي راډیو تلویزیون د ادارې استازی شامل دي.

(۳) ددغې مادې په دوه یمه فقره کې درج شوی کمېسیون لاندې دندې او واکونه لري:

۱ـ د ملي راډیو ټلویزیون د ادارې د خپلواکۍ، ناپلوۍ او مسلکي حیثیت ساتل.

۲ـ د ملی راډیو ټلویزیون د دارې د بودجې له تطبیقولو څخه څارنه.

۳ـ د ټولیزو رسنیو عالي شورا ته د ملي راډیو ټلویزیون د ادارې د فعالیتونو د کلني رپوټ وړاندې کول.

۴ـ د ملي راډیو ټلویزیون د ادارې د پیاوړتیا لپاره د کورنیو او بهرنیو مرستو جذبول.

۵ـ د ملي راډیو ټلویزیون د دارې د اساسنامې او اړوندو قوانینو د حکمونو له پلې کولو څخه څارنه.

۶ـ د ټولیزو رسنیو د عالي شورا له خوا د ټاکل شوې خپرنیزې پالیسۍ له پلې کولو څخه څارنه، په داسې توګه چې د افغانستان د ټولو خلکو د فرهنګي ، ژبني او قومي تنوع ښکارندویي وکړي.

(۴) د افغاستان د ملي راډیو ټلویزیون د کمېسیون غړي د یو مناسب حق الحضور مستحق دي چې د ملي راډیو ټلویزیون د ادارې له بودجې څخه ورکول کېږي.


لسم فصل

هغه اثار او مطالب  چې تولید، چاپ او خپرول یې منع دي

 

د ممنوعه مطالبو خپرول

شپږ څلوېښتمه ماده: ددغه قانون په اووه ویشتمه ماده کې په درج شوو ټولیزو رسنیو او مؤسسو کې د لاندنیو رپوټونو او مطالبو تولیدول، تکثیرول، چاپول او نشرول جواز نه لري:

۱ـ هغه اثار او مطالب چې د اسلام د سپیڅلي دین له حکمونو او اصولو سره په توپیر کې وي.

۲- هغه اثار او مطالب چې نورو ادیانو او مذهبونو ته د سپکاوي لامل وګرځي.

۳ـ هغه آثار او مطالب چې د حقیقي او حکمي اشخاصو د سپکاوي، تحقیر او د هتک حرمت لامل شي.

۴ـ هغه اثار او مطالب چې پر حقیقي او حکمي اشخاصو افترا وي او د هغو شخصیت او اعتبار په ټولنه کې زیانمن کړي.

۵ـ هغه اثار او مطالب چې له اساسي قانون سره توپیر ولري او د جزا په قانون کې جرم وګڼل شي.

۶ـ پرته د اسلام له سپیڅلي دین څخه د نورو دینونو تبلیغول او ترویج.

۷ـ د تاوتریخوالي او تیري د قربانیانو د هویت او د تصویرونو څرګندول په داسې ډول چې ټولیز حیثیت یې زیانمن شي.

۸ـ هغه اثار او مطالب چې د ټولنې د افرادو او په ځانګړې توګه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو رواني امنیت او اخلاقي سلامت زیانمنوي.

د باختر اژانس

اووه څلوېښتمه ماده: هغه ټولیزه رسنۍ ده چې د اړیکو، اطلاعاتو د راټولولو او رسولو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او بودجه یې د هغه وزارت له لارې تامینیږي.

دامتیاز سلبول

اته څلوېښتمه ماده:

(۱) هغه حقیقي یا حکمي اشخاص چې یوه رسنۍ یا مؤسسه د اطلاعتو او فرهنګ په وزارت کې ثبتوي، په هغه صورت کې چې چاپي رسنۍ دثبت له نیټې څخه تر یوهٔ کاله پورې او د دغهٔ قانون په اووه ویشتمه ماده کې درج شوې برېښنا يي رسنۍ او مؤسسې د ثبت له نیټې څخه تر دوو کلونو مودې پورې خپل خپرنیز فعالیت پیل نکړي، د هغوی امتیاز سلبېږي.

(۲) که چېرې د امتیاز خاوند د خپرونې د فعالیت د یوې دورې له پیل څخه وروسته، خپل خپرنیز کارو  ودروي او د چاپي رسنۍ د امتیاز خاوند تر یوهٔ کال پورې د برېښنايي رسنۍ د امتیاز خاوند او په اووه وېشتمې مادې کې درج شوې مؤسسې تر دوو کلونو پورې بیا په خپرنیز فعالیت پیل ونکړي، د هغو امتیاز سلبېږي.

د بیا فعالیت په صورت کې ددغه قانون په یو دېرشمه او څلوردېرشمه ماده کې د درج شوو پړاوونو په بیا تېرولو مکلف دي.

(۳) په دغه قانون کې له درح شوو حکمونو څخه د امتیاز د خاوند د سرغړاوي د تثبیت په صورت کې، اړونده محکمه کولای شي د هغهٔ د فعالیت امتیاز سلب کړي.


یوولسم فصل

متفرقه حکمونه

بهرنیو اتباعو ته د فلم جوړولو حق

نهه څلوېښتمه ماده: بهرني اتباع کولای شي په هېواد کې سینمایې او مستند فلمونه تولید او برابر کړي، په دې شرط چې د بهرنیو چارو له وزارت څخه پېژندلیک او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه یې مخکینۍ اجازه ترلاسه کړې وي.

په اساسنامه کې له بدلونونو څخه خبرتیا

پنځوسمه څلوېښتمه ماده:

(۱) د ټولیزو رسنیو او ددغه قانون په اووه ویشتمه ماده کې د درج شوو مؤسسو مسؤلین مکلف دي هر ډول بدلونونه چې د فعالیت په څرنګوالي یا درېدو، پتې، اساسنامې او پدې  قانون کې په نورو درج شوو مشخصاتو کې رامنځته کړي، د اطلاعتو او فرهنګ وزارت ته دې خبر ورکړي.

(۲)د ټولیزو رسنیو او ددغه قانون په اووه ویشتمې مادې کې د درج شوو مؤسسو مسؤلین مکلف دي، چې د احصائیوي معلوماتو په خاطر د هر کال په پیل کې د خپل فعالیت د دوام یانه دوام په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په جریان کې کړي.

د بهرنیو آژانسونو او رسنیو د نمایندګیو مکلفیت

یو پنځوسمه ماده:

(۱) د بهرنیو آژانسونو او ټولیزو رسنیو هغه نمایندګۍ چې په افغانستان کې د فعالیت هوډ لري، مکلفې دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزارت څخه د فعالیت د پېژندلیک په ترلاسه کولو سره له اړوند  هېواد  او د خپل فعالیت د څرنګوالي او د فعالیت د  مودې او ځای په هکله په لیکلې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته خبر ورکړي او د خبریالۍ ځانګړی کارت دې ترلاسه کړي.

(۲) ددغې مادې په لومړۍ فقره کې درج شوي آژانسونه او رسنۍ ددغه قانون د پنځه څلوېښتمې مادې د حکم په پام کې نیولو مکلف دي.

د کتاب، رسالې اوخپروونکي ثبتول

دوه پنځوسمه ماده: کتاب او رساله د خپروونکي له لخوا له خپرېدو وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ثبتېږي او د هغو د امتیاز خاوند مکلف دی له هر کتاب، مقالې او خپرونې څخه دوه  دوه نسخې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او عامه کتابتون ته ولېږي.

د قوانینو وضع

دري پنځوسمه ماده: د چاپ حق (کاپي رایټ)، د صنفي اتحادیو جوړول، د رسنیو د سرغړونو جزایي حکمونه ، اعلانونه او د معلوماتو غوښتل له جلا قوانیو سره سم تنظیمېږي.

د مالیې ورکړه

څلور پنځوسمه ماده: د ټولیزو رسنیو او ددغه قانون په اوو ویشتمه ماده کې د درج شوو مؤسسو له عوایدو څخه د قانون له حکمونو سره سم مالیه اخیستل کېږي. موقوتې او غیر موقوتې چاپي خپرونې له دې حکم څخه مستثنی دي.

د انفاذ نېټه

پنځه پنځوسمه ماده:

دغه قانون په رسمي جریده کې د خپریدو له نېټې څخه نافذ دی او په نافذېدو سره یې د ټولیزو  رسنیو هغه قانون چې د ۱۳۸۴ هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې په پنځلسمه نېټه د رسمي جریدې په(۸۷۱) ګڼه کې خپور شوی دی، لغو ګڼل کېږي.

یادونه: د افغانستان د ډله ییزو رسنیو قانون د ۱۳۸۷/۶/۱۰ مه نېټه د ولسي جرګې/استازو مجلس له لورې تائید او په ۱۳۹۳ کال کې تعدیل او اصلاح شو او جزیات یې په رسمي جریده کې په لاندې ډول خپاره شول:

د افغانستان د اساسي قانون د نولسمې مادې د حکم په اساس، ولسي جرګه/ سنا مجلس په    ۱۳۹۳/۸/۱۱ نېټه د عمومي رسمي ناستې په لړ کې، د ټوليزو رسنيو قانون دوه څلوېښتمې او درې څلوېښتمې مادو تعديل او د څلورڅلوېښتمې مادې زياتول چې د څلور څلوېښتمې مادې د لومړۍ فقرې په اړه د مجلس د ګډ هيئت (د ملي شورا مجلسونه) په نتيجه کې سرته رسېدلي وو، خپله مخکينۍ مصوبه يې د افغانستان د اساسي قانون د سلمې مادې د حکم په اساس، بيا ځلې د ټولو غړو د دوه ثلثه رايو سره تصويب کړه. عرفان الله عرفان، د ولسي جرګې نايب منشي

 د يادونې وړ ده چې د ټوليزو رسنيو قانون اوسنی متن د ولسي جرګې د يادې مصوبې په بنسټ بيا ليکل شوی او بشپړ دی.