ناپېژانده وسله والو په زابل کې د ملي تلویزیون خبریال په قتل ورسوه

ناپېژانده وسله والو په زابل کې د ملي تلویزیون خبریال په قتل ورسوه

۱۳۹۸ د غبرګولي ۲۲مه

کلات: د ملي راډیو او تلویزیون اداره وایي، چې په زابل ولایت کې د یادې رسنۍ د تخنیک برخې کارکوونکی سخي مشهور په بلوڅ، د یاد ولایت په مرکز کې د ناپېژانده وسله والو له لوري په قتل رسېدلی دی.

د ملي راډیو او تلویزیون ریاست په هغه خبر کې، چې د یادې رسنۍ په ټوېټر کې خپور شوی، د یاد ځوان مرګ تایید کړی دی.

ځایي سرچينې وایي، چې سخي یک شنبه ماښام د غبرګولي په ۱۹مه کله چې له خپل دفتر څخه د کور پر لور ته روان و نادرکه شو او جسد یې ۲۴ ساعته وروسته د زابل ولایت مرکز کلات ښار په ۳ کيلومترۍ کې په «خالا» سیمه کې وموندل شو. ویل کېږي چې نوموړی د چاقو په وسیله په قتل رسېدلی دی. په زابل کې د ملي راډیو او تلویزیون سیمه‌ییزې ادارې ویلي، چې هغه له دوو کلونو راهیسې له یادې رسنۍ سره د تخنیکي همکار په توګه کار کاوه.

تر دې دمه هېڅ کس یا ډلې د یادې پېښې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی او سیمه‌ییز چارواکي په دې تړاو د پولیسو له څېړنو خبر ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز یاد جنایت په کلکو ټکو غندي او له مسؤولو چارواکو غواړي، چې د یادې پېښې څرنګوالی ژر تر ژره وڅېړي او د عاملانو د نیولو لپاره یې اقدام وکړي.

سخي لومړنی رسنیز کارکوونکی دی، چې په ۱۳۹۸ کال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغانستان تېر کال د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد و. په ۱۳۹۷ کال کې د ۱۸ خبریالانو او دوه رسنیزو کارکوونکو په ګډون ۲۰ تنو د هغو بریدونو په پایله کې، چې مسؤولیت یې داعش او طالبانو په غاړه اخیستی خپل ژوند له لاسه ورکړی او په دې موده کې لږ تر لږه ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.