کلات، ۱۳۹۱ د کب ۱۰مه
له درېیو ورځو راهیسې او د زابل ولایت له سیمهییزې ادارې څخه د یوې نیوکه کوونکې راټولېدنې د راپور له خپرولو وروسته، د کلات غږ خصوصي راډیو له فعالیت پاتې شوې ده.
د کلات غږ مسؤول مدیر تېمورشاه شاهزاده وویل، چې یاده راډیو له سه شنبې (د کب ۷مې) راهیسې د زابل ولایت د والي مرستیال په غوښتنه تړل شوې او ویل شوي چې یاده راډیو د «د ناسمو او د دولت د سیاستونو خلاف راپورونو د خپرولو» له امله، نه شي کولای فعالیت وکړي.
د کلات غږ راډیو د نړیوالو ځواکونو د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې د مرستې ( آیساف) په مالي مرسته جوړه شوې او په کلات ښار کې د امنیه قومندانۍ په ودانۍ کې موقعیت لري.
هغه وویل:« موږ چهار شنبه امنیه قومندانۍ ته وغوښتل شوو، څو د دې راپور د خپرولو په تړاو وضاحت ورکړو، خو هغوی زه او زما همکار هارون کليوال د څلورو ساعتونو لپاره بندي کړو.»
د شاهزاده په وینا، په دې راپور کې خلکو او د هغوی استازو په سیمهییزه اداره کې له فساد څخه نیوکه کړې وه.
د زابل ولایت مرستیال محمد جان رسول یار د شاهزاده د ادعا په ردولو سره ویلي، چې هغه هېڅکله د یادې راډیو د بندېدو امر نه دی کړی.
د هغه په وینا، د کلات غږ راډیو د بندېدو امر د آیساف له لوري ورکړل شوی دی.
د زابل ولایت امنیه قومندان غلام سخي روغ لیوني هم وویل چې:« د راډیو فعالیت د آیساف تر پوښښ لاندې ترسره کېږي او د یادې راډیو د مسؤول مدیر او یو خبریال د نیول کېدل د آیساف د حکم د ابلاغ لپاره و او هغوی نه دي نیول شوي.»
د هغه په وینا، د آیساف له لوري د راډیو د کارکوونکو د معاشونو نه ورکول، د راډیو د بندېدو لامل شوي دي.
د زابل ولایت د خبریالانو د ټولنې مسؤول بشیر فیضان د یادې راډیو د تړل کېدو په تاییدولو سره یاده راډیو تورنه کړه، چې د خبريالۍ د اصولو خلاف کړنې یې ترسره کړي دي.
هغه وویل:« یادې راډیو د خبريالۍ د اصولو خلاف د سیمهییزې ادارې خلاف ترسره شوې راټولېدنه کې خلک د ګډون لپاره هڅول.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز د کلات غږ سیمهییزې راډیو د فعالیت مخنیوی د ازاد رسنیز فعالیت خلاف کړنه بولي او غندي یې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز مرستیال فیصل کریمي وویل:« د یادې راډیو د فعالیت درول د هرې برخې له لوري چې ترسره شوی وي، له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او باید پای ته ورسېږي.»
هغه زیاته کړه:« له قانون سره سم، هېڅ دولتي چارواکی د با صلاحیته محکمې له حکم پرته د خبریالانو او ازادو رسنیو فعالیت په برخه کې د خنډ رامنځته کولو صلاحیت نه لري.»
دا په تېرو یوولسو کلونو کې لومړۍ ځل دی، چې یوه سيمهییزه راډیو د سیمهیيزو چارواکو خلاف يوې پېښې ته د پوښښ له امله تړل کېږي.

