د افغانستان د خبریالانو مرکز په زابل کې د یو سیمه‌ییز خبریال وهل ډبول او سپکاوی غندي

د افغانستان د خبریالانو مرکز په زابل کې د یو سیمه‌ییز خبریال وهل ډبول او سپکاوی غندي

کلات، جمعه د ۱۳۹۲ د مرغومې ۱۳مه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په زابل ولایت کې د یاد ولایت د پوهنې رئیس ته منسوب کسانو له لوري د یو سیمه‌ییز خبریال زلمی حليمي وهل ډبول غندي او له سیمه ییزې ادارې غواړي، څو یادې پېښې ته په جدي توګه رسېدنه وکړي.

زلمی حليمي، چې په زابل کې د دولتي تلویزیون خبریال دی او د «خبریال» ویب پاڼې په ګډون له ځینو نورو رسنیو سره هم همکاري لري، له هغو کسانو سره له لفظي شخړې وروسته چې ویل کېږي د یاد ولایت د پوهنې رئیس رحیم الله لودين له کسانو څخه دي، وهل ډبول شوی دی.

دا پېښه وروسته له هغې رامنځته کېږي، چې یاد خبریال یو راپور خپور کړ، چې په کې د شاه جوی ولسوالۍ خلکو د یادې ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې له ستونزو او د هغوی په وینا د پوهنې په اداره کې له فساد څخه شکایت کړی وو.

په زابل کې د افغانستان د خبریالانو مرکز استازی بشیر احمد فیضان وایي، چې یاد خبریال له دې وړاندې د پوهنې رئیس له لوري ګواښل شوی وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یاد خبریال وهل ټکول د یو سیمه‌ییز مسؤول د نږدې کسانو د خپل سرۍ ښکاره نښه بولي، چې د ازاد رسنیز فعالیت د سانسور په برخه کې ترسره شوی دی.

د بیان ازادي دا ملاتړی بنسټ د زابل له سيمه‌ییزې ادارې غواړي، څو یادې قضیې ته په جدي توګه رسېدنه وکړي او ترسره کوونکي یې د قانون منګولو ته وسپاري، له هغې پرته به یاد بنسټ د خبریالانو نورو ملاتړو بنسټونو په ملاتړ د عدالت تر ټینګښت پورې عدالت غوښتنې ته دوام ورکړي.