حکومت دې په زابل کې د ماین چاودنې او د درې سیمه‌ییزو خبریالانو د ټپي کېدو پېښه په جدیت وڅېړې

حکومت دې په زابل کې د ماین چاودنې او د درې سیمه‌ییزو خبریالانو د ټپي کېدو پېښه په جدیت وڅېړې

۱۳۹۵ د لیندۍ ۱۳مه

قلات- د افغانستان د خبریالانو مرکز له حکومت څخه غواړي، چې په زابل کې د ماین چاودنې او د درې سیمه‌ییزو خبریالانو د ټپي کېدو پېښه په جدیت وڅېړې او تیره کوونکي يې د قانون منګولو ته وسپاري.

دا پېښه تېره ورځ هغه مهال، چې د درېیو تنو خبریالانو لېږدوونکی موټر د زابل په شمال کې له شهر صفا ولسوالۍ څخه د راګرځېدو په حال کې و، رامنځته شوه او له امله یې لعل جان افغان، نجیب پشتون او قدرت خپلواک چې له « رڼا پروډکشن» او د «زابل ټایمز» خبري ویب پاڼې سره کار کوي، ټپیان شول.

لعل جان افغان وایي، چې هغوی د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پوښښ او یوه ښوونځي څخه د لیدنې په موخه یادې سیمې ته تللي وو، چې د بېرته راګرځېدو پر مهال د سړک د غاړې ماین ښکار شول.

هغه زیاته کړه، چې د دوو رنجر ډوله موټرو له تېرېدو وروسته د دوی موټر، د لرې لارې کنټرولېدونکي ماین ښکار شو او له همدې امله ښایي کومه دسیسه ورته جوړه شوي وي.

سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د ټپیانو خبریالانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

تر دې دمه د یادې چاودنې مسؤلیت هېڅ کس یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی‌.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو خبریالانو په نښه کول غندي او د یادې پېښې رامنځته کېدل په زابل کې د رسنیزو کارکوونکو د ګواښلو او موخه ګرځولو بهیر ښکاره نښه بولي او په یاد ولایت کې یې د بیان ازادۍ پر بهیر د منفي پايلو په تړاو اندېښمن دی‌.

یاد بنسټ له مرکزي حکومت څخه غواړي، څو د یو صلاحیت لرونکي پلاوي په ټاکلو یاده پېښه په جدیت وڅېړې او د ترسره کوونکو په پېژندنې او سزا وروکونې سره اجازه ورنه کړي، څو په زابل کې د بیان ازادي د ننګونو ډک بهیر تر دې زیات له ګواښ سره مخ شي.

په زابل ولایت کې پر خبریالانو او رسنیزو فعالانو برید او د هغوی ګواښل او فشار په دې وروستیو میاشتو کې اندېښمنوونکی بهیر درلود.

د لړم په ۲۱ یو سیمه‌ییز خبریال د کلات ښار په څنډه کې په چاقو ټپي شو او له هغې وړاندې د تلې په ۲۵مه په یاد ولایت کې د ملي راډیو او تلویزیون خبریال په کلات ښار کې د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو.

د والي په ګډون د ځينو سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د نیوکه کوونکو مطالبو د خپرلو له امله، پر څو خبریالانو فشار او ګواښ له هغو پېښو څخه دي، چې په دې موده کې پېښ شوي دي.

افغانستان سره له دې چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې د بیان د ازادي په برخه کې په بې ساري توګه پرمختګ درلود، خو بل خوا په بې ساري توګه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتريخوالي او جنایت شاهد هم وو.

په دې موده کې ۶۵ خبریالان او رسنیز فعالان په هېواد کې وژل شوي دي. یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې څلورو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.