هرات، ۱۳۹۲ د کب ۲۲مه
د افغانستان د خبریالانو مرکز له خبریالانو سره د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند زلمي رسول د ټاکنیزې ډلې د هرات ولایت د سیمهییز استازي غیر قانوني چلند غندو او د ښاغلي رسول د ټاکنیز ټیم غبرګون ستایي.
په هرات کې سیمهییزو سرچینو راپور ورکړی، چې دوو سیمهییزو خبریالانو فاروق فيضي او شهرام نظري، چې غوښتل یې د زلمي رسول د ټاکنیز ټیم پر کړنو راپور چمتو کړي، وهل ټکول شوي دي او فاروق فيضي د یاد ټاکنیز ټیم د استازي له لوري یو ساعت بندي شوی دی.
د زلمي رسول ټاکنیز ټیم مطبوعاتي دفتر په یوه بیانیه کې دې پېښې ته په غبرګون کې وویل، چې د خپل سيمهییز مسؤول یاد اقدام غندي او له یاد خبریال څخه بخښنه غواړي.
په دې بیانیه کې راغلي:« د اعتدال، برابرۍ او سازندګي ټیم په ټول قوت سره خپل ځان د بیان ازادۍ او د هېواد د ژمنو ژورنالیستانو ملاتړی بولي او د خپل استازي یاد حرکت د یاد ټیم د رهبري د باورونو خلاف بولي. له همدې امله د اعتدال، برابرۍ او سازندګي ټیم د رهبري د پرېکړې پر اساس د ښاغلي محمد داود نورزي دنده، چې د یادې قانوني سرغړونې ترسره کوونکی دی، ځنډول شوې ده.»
د ښاغلي رسول دفتر زیاته کړې، چې خپلو ټولو مطبوعاتي ټیمونو ته یې اعلان کړی، څو د هېواد له خبریالانو او رسنیو سره همکاري ولري او له هېڅ ډول همکارۍ دريغ ونه کړي.
دا په خپل ډول کې لومړنۍ پېښه ده، چې د نوماندانو د ټیم له لوري د خبریالانو پر وړاندې ترسره کېږي.
د روان کال د سلواغې په ۱۷مه هم د جمهوري ریاست نوماند محمد داود سلطانزوی د کابل نیوز تلویزیون له خبریال او فیلم اخیستونکي سره د ناسم چلند وروسته هغوی درې ساعته په بند کې ساتلي وو.
له هغې وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون اعلان وکړ، چې د جمهوري ریاست یاد نوماند یې له قانون څخه د سرغړونې له امله څارنوالۍ ته ورپېژندلی دی.
د افغانستان د ټاکنو قانون د ۶۸ مادې په ۱۸ بند کې راغلي، چې د خبریالانو پر وړاندې دې له فشار، معلوماتو ته له لاسرسي څخه د ممانعت او له هر ډول غیر قانوني او غیر اصولي محدودیت څخه ډډه وشي.
سربېره پر دې د یادې مادې د ۲۱ بند سره سم، رسنیو ته د ګواښ، وېرې، بې حرمتۍ او د سختۍ رامنځته کول د منلو وړ نه دي.

