د « په هرات کې سل کاله له مطبوعاتو سره» نندارتون جوړېدل

د « په هرات کې سل کاله له مطبوعاتو سره» نندارتون جوړېدل

هرات، ۱۳۹۲ د زمري ۲۹مه

په تېره یوه پېړۍ کې د هرات د مطبوعاتو نندارتون د هرات د دوربین میاشتنۍ په نوښت د یاد ښار په مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار کې جوړ شو.

د دوربین میاشتنۍ مسؤول مدیر او د یاد نندارتون جوړوونکي نور احمد کریمي وویل، په یاد نندارتون کې د هرات د‌ تېر یو کال چاپي نشریو شاؤخوا ۵۰۰ نسخې او حتی د غور، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو نشریې هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

د اتفاق الاسلام ۹۳ کلنې نشریې بېلابېلې نسخې، د تېرو رژيمونو ځينې خبرتیاوې، د جهاد او مقاومت دورو ځينې شپني لیکونه او د مطبوعاتي غړو ځيني انځورونه د هغو غوره اثارو څخه دي، چې د لیدونکو نندارې ته وړاندې شوي دي.

د کريمي په وینا یاد نندارتون د څلورو ورځو لپاره د عامو خلکو پرمخ خلاص دی.

په هرات کې مطبوعاتو په کابل کې د رژیمونو د بدلون او د مطبوعاتو ازادۍ ته د هغوی لیدلوري ته په کتلو په تېرو سلو کلونو کې له لوړو او ژورو سره مل دوران تېر کړی دی.

په تېرو دولسو کلونو کې د دولت له لوري د فضا د ناڅاپي خلاصون او د رسنیزو فعالیتونو د ازادۍ د تضمین له امله په یاد ولایت کې څه باندې څلوېښت چاپي رسنۍ فعالې شوې، خو ډېری یې په وروستیو کلونو کې د مالي ستونزو او لوستونکو د نشتون له امله له فعالیت پاتې شوې.

د روان کال په چنګاښ میاشت کې د هرات لومړۍ ورځ پاڼه اتفاق الاسلام هم، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ خپرېږي، د بودجې د نشتون له امله له خپرېدو پاتې شوه، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه اوونۍ وروسته د مطبوعاتو د غړیو له پراخو نیوکو په پایله کې بېرته فعاله کړه.