څلور خبریالان د یوې میاشتنۍ ښوونیزې دورې لپاره ایټالیا ته ولېږل شول

څلور خبریالان د یوې میاشتنۍ ښوونیزې دورې لپاره ایټالیا ته ولېږل شول

هرات، ۱۳۹۲ د غویي ۱۹مه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په همکارۍ د هرات له خصوصي رسنیو څخه څلور خبریالان د یوې میاشتنۍ ښوونیزې دورې لپاره ایټالیا ته ولېږل شول.

یاده ښوونیزه دوره د ایټالیا د کاتولیکا پوهنتون له لوري د خبریالانو د مسلکي پوهې لوړولو په موخه جوړه شوې ده.

وهاب فقیري له عصر تلویزیون څخه، شهناز له مردم راډیو څخه، سوسن انصاري له زحل راډیو څخه او ازاد خبریال شاهین پویا یاده ښوونیزه بورسیه ترلاسه کړه او ایټالیا ته روان شول.

یاده بورسیه د روان کال په وري میاشت کې اعلان شوه او یاد څلور خبریالان د شته معیارونو په پام کې نیولو سره او د یو شفاهي او عملي ازموینې له اخستلو وروسته، چې لس ورځې یې دوام وکړ، غوره شول.

د خبریالۍ لیسانس او یا په دې برخه کې زده کړې، په انګلیسي ژبه تسلط او د خبریالۍ په برخه کې تجربه د هغو لویو معیارونو له ډلې دي چې اعلان شوي دي.

د دې ښوونیزې برنامې مدیر فرانسسکو روزلي وویل، چې د دې بورسیې تراوسه کوونکي به میلان او تورنتو ښارونو ته سفر وکړي او په همدې موده کې به د خبریالۍ نوي میتودونه زده کړي.