په هرات پوهنتون کې د مطبوعاتو نړیوالې ورځې نمانځنه

په هرات پوهنتون کې د مطبوعاتو نړیوالې ورځې نمانځنه

۱۳۹۴ د غویي ۱۳مه

په هرات پوهنتون کې د مې میاشتې درېیمې نېټې د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت د « په افغانستان کې د رسنیو ازادي؛ ننګونې، لاسته راوړنې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې لویه ناسته ترسره شوه.

یاد مراسم د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو پوهنځي او د افغانستان د رسنیزو څېړنو او مطالعاتو انستیتیوت له لوري د آموخته ګان افغان بنسټ په همکاري ترسره شوه او په هغه کې ۳۰۰ تنو د ژورنالیزم زده کوونکو، خبریالانو، ښوونکو، د پوهنتون مسؤولینو او د هرات ځيني لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ.

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم ښوونکي او د افغانستان د رسنیزو څېړنو او مطالعاتو انستیتیوت رئیس فیصل کریمي د « په افغانستان کې رسنۍ؛ لاسته راوړنې او ننګونې» په تړاو په خپله علمي وینا کې د بیان له ازادي څخه د افغانستان د سیاسي نظام له مهمو لاسته راوړنو په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل، په هېواد کې د ازادي غوښتونکي او کثرث غوښتونکي رسنیز نظام سربېره اوس هم په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتريخوالی او ګواښونه په زیاتېدو دي.

د کریمي په وینا د خبریالانو لپاره د بيمې او شغلي خونديتوب نشتون، له خبریالانو سره د رسنیو غیر عادلانه کاري قراردادونه او د نا امنیو او جګړو د پوښښ پر مهال د اړوندو رسنیو له لوري د کافي ملاتړ نشتون په افغانستان کې د خبریالانو د کار پر وړاندې له نورو ګواښونو څخه دي.

د هرات پوهنتون د دې ښوونکي په وینا، د ملي یووالي حکومت د خبریالانو ملاتړ او رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کولو لپاره کومه اراده نه لري.

په هرات ولایت کې خبریال ولی محمد حدید هم په دې علمي راټولېدنه کې په هرات کې د خبریالي کار له سختیو يادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې اطلاعاتو ته د خبریالانو محدود لاسرسي د اطلاع رسونې په برخه کې جدي ستونزه ده.

هغه له دولتي چارواکو وغوښتل، څو د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې خپلو مسؤولیتونو ته پام وکړي او مسؤول پاتې شي.

په دې راټولېدنه کې خبرې اترې او د په افغانستان کې د رسنیو د کمزوریو پېژندنې په اړه ازاد بحث هم ترسره شو او ګډون والو د خبري کار پر مهال د خبریالانو پر ټولنیز مسؤولیت او ونډې ټینګار وکړ.

د مې درېیمې د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د زده کړیالانو ترمنځ د مقاله ليکنې یوه سيالۍ ترسره شوې وه او په دې راټولېدنه کې درې غوره مقاله ليکونکو ته مننلیک او جایزې ورکړل شوې.

په دې سیالۍ کې عزیز الله نيک یار لومړی، سهیلا صبري دوهم او محرم قاسمي درېيم مقامونه ترلاسه کړ.