۱۰ چنګاښ ۱۳۹۵
هرات- د هرات ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنیو او خبریالانو ټولنو د پرلپسې نیوکو او اندېښنو له امله، د خپل لاسلیک او هغه استولي لیک له امله، چې پکې د ولایتي شورا رئیس د بیان ازادۍ او خبریالانو د محدودیت غوښتنه کړې وه، بخښنه وغوښته.
دا موضوع نن په هغه غونډه کې چې د افغانستان دخبریالانو مرکز استازي پدرام قاضي زاده او نورو صنفي اتحادیو له ډلې د ژونالیستانو ملي اتحادیې، نی دفتر، د افغان خبریالانو خوند یتوب کمېټې، خبریالانو کور، له خبریالانو ملاتړ مرکز او مدیوتیک استازو ګډون پکې ګډون کړی و تر بحث لاندې ونیول شوه.
د ناستې پېل کې د خبریالانو او صنفي ټولنو استازو د اطلاعاتو او کتلور رئیس له خوا رسنیو ته د استولي هغه لاسلیک کړي لیک له امله، چې د هرات ولایتي شورا رئیس له لورې پکې د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق محدودیت غوښتنه کړې وه سخته نیوکه وکړه او خپلې اندېښنې یې هغه سره شریکې کړې.
دوه ورځې مخکې د ولایتي شورا رئیس کامران علیزي د هرات ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست ته خطاب لیکلي و، چې د «هرات یوشمېر اوسیدونکو» د ولایتي شورا د یوشمېر غړو «خپل سرو» مرکو له امله رسنیو ته له شورانه شکایت کړی و، په داسې حال کې چې ولایتي شورا د یوشمیر استازو له لورې د خپروشوو موضوعاتو په اړه خبرتیا نه درلود.
علیزي د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه غوښتي و، چې وروسته له دې که خبریالان او رسنۍ غواړي ولایتي شورا استازو سره مرکه وکړي، په لیکلي ډول به غوښتنلیک ورسپاري ترڅو هغوی ته کس و پېژندل شي.
نو د اطلاعاتو او کلتور رئیس د علیزي دا څرګند ونې په یو رسمي لاسلیک کړي لیک رسنیو ته استولې وې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس آریا روفیان یاد شوي لیک استولو له امله پښېماني څرګنده کړه او هغه ېې د رسنیو ازادۍ سره په ټکر وګڼلو او تاید یې کړه چې په دې برخه کې غفلت شوی او دا لیک یې د لوستلو پرته لاسلیک کړی دی.
هغه وویل ژر به د رامنځته شوي ګونګوالي پای ته رسېدو، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او بیان ازادۍ څخه د هرات ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست پرېکنده ملاتړ په اړه رسنیو ته یو اصلاحي مکتوب واستوي.
روفیان ژمنه وکړه، چې د هرات ولایت اطلاعاتو او کتلور ریاست نه پاملرنې او نیمګړتیاوو له امله د رسنیو ټولنې نیوکو لرې کولو لپاره به عملي کارونه ترسره کړي او راتلونکي کې به خپلې ټولې پریکړې د رسنیو ټولنو سره په همغږۍ ترسره کوي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې ګام هرکلی کوي او له دې ادارې غواړي، چې د بیان ازادۍ غښتلیا ، ازادو رسنیو زیاتوالي او طلاعاتو ته د لاسرسي حق برخه کې خپل مسوولیت ته ژمن پاتي شي.

