۱۳۹۴ د چنګاښ ۱۰مه
هرات: د هرات ولایتي شورا رئیس په یوه رسمي لیک کې له خبریالانو او رسنیو غوښتي، څو د اړتیا په صورت کې د یادې شورا له استازو سره د خبرو اترو او یا مرکې لپاره، په لیکلې بڼه غوښتنه وکړي، څو ټاکلی کس هغوی ته ور وپېژندل شي.
په دې لیک کې چې دوه ورځې وړاندې د هرات ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست ته لیکل شوی و داسې راغلي، چې د « هرات ولایت یو شمېر وکړو» د یادې شورا له ځيني غړو سره د « خپلسرو» مرکو په تړاو شکایت کړی او نیوکه یې کړې، چې ولایتي شورا د (استازو له لوري مطرح شویو موضوعاتو) له خپراوي څخه بې خبره وي.
شورا له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه غوښتي، څو له دې وروسته هغه رسنۍ او خبریالان چې د یادې شورا له غړو سره د مرکو غوښتونکي دي، باید په لیکلي بڼه غوښتنه وکړي، څو ټاکلی کس ور وپېژندل شي.
په دې لیک کې په روښانه ډول نه دي ذکر شوي چې خپلسري مرکې څه ډول وې او د ولایتي شورا د کوم غړي له لوري ترسره شوې وې، خو په غیر مستقیم ډول رسنیو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که چرته د ولایتي شورا ریاست له همغږۍ پرته دا کار ترسره شي، رسنۍ یې باید خلکو ته ځواب ووایي، نه ولایتي شورا.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ولایتي شورا یاد اقدام د هیواد له قوانینو په ځانګړي ډول اساسي قانون، د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف بولي او د ولایتي شورا له ریاست څخه غواړي، څو د هېواد قوانينو ته درناوي وکړي او تر پښو لاندې یې نه کړي.
یاد بنسټ ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر اقدام کلکه نیوکه کوي او هغه د اندېښنې وړ بولي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هېواد د قوانینو خلاف، چې د بیان ازادي او د اطلاعاتو د غوښتل او ترلاسه کول درانه شماري، عمل کړی او د ولایتي شورا یاده غوښتنه یې د اطلاعاتو او کلتور رئیس په لاسلیک خپره کړې ده، په داسې حال کې چې باید غندلې یې وای.
د افغانستان د خبریالانو مرکز روښانوي، چې د هېواد له قوانینو سره سم، ټول هېوادوال د بیان ازادي او اطلاعاتو ته د ازاد لاسرسي له حق څخه برخمن دي او هېڅ شخص یا دولتي اداره نه شي کولای په دې برخه کې محدودیت وضع کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز به یاده موضوع له اړوندو ارګانونو لکه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د جمهوري ریاست دفتر او د سیمهییزو ارګانونو له ادارې سره شریکه کړي او په دې برخه کې به په جدیت عدالت غوښتنه وکړي.

